اسلامی ایران د امریکا جنګی ماشین درولی دی
-
امریکا دایران په مقابل کښې نه ده دریدلي بلکې د نړۍ د دوه(۲) میلیارډه نفوسو په مقابل کښې ولاړه ده .
زمونږ خبریال وایی دتهران دجمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین محمد حسن ترابی فرد وویل دایران اسلامی جمهوریت دامریکا جنګی ماشین بند کړی دی .
هغه وویل په پریکنده توګه له ایران سره دامریکا په ټکر او دامریکا دپخوانی ولسمشر په وینا او د لویدیځو او د ختیځو هیوادونو د شناندو په څرګندونو استناد سره دایران اسلامی جمهوریت خپل د ودې او د غوړیدا پړاو ته رسیدلی دی .
د تهران دجمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین ابوترابی فرد دامریکا د اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت سیاستونو ته په اشارې سره وویل امریکا دایران په مقابل کښې نه ده دریدلی بلکې د نړۍ د دوه(۲) میلیارډه نفوسو په مقابل کښې ولاړه ده .
هغه په دې خبرې سره چې دامریکا او د اسرائیلو ماشین دریدلی دی وویل دایران سیاست او ستراتیژۍ دا ده چې د جنګ مخه ونیسی او اجازه دې ورنکړی چې امریکا په دې زمینه کښې خپلو هدفونو ته ورسیږی .
ابوترابی فرد په دې خبرې ټینګار سره چې داسلامی هیوادونو په وحدت او اقتدار سره به دجنګ سپیره سیوری له سیمې پاک شی وویل د عربستان منحوس رژیم چې ټول هیوادونو ترې نفرت لری او یوازې دامریکا ولسمشر ټرمپ یې ملاتړ کوی نوی جنګ نشی رامینځته کولای .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب دغه راز د حسینی اربعین د دستورو د ترسره کیدا په درشل کښې د عاشورا دپاڅون په یادونې سره چې دنړۍ په تاریخ کښې په انسان جوړونکی بهیر بدل شوی هیله وکړه اسلامی امتونه په ایمان او صالح عمل سره د عزت او د نیکمرغۍ لاره هماغه ډول چې له اسلامی ټولنې سره ښایی کچ کړی .