امریکا ، عربستان او اسرائیل د ترهګرۍ مثلث دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77813-امریکا_عربستان_او_اسرائیل_د_ترهګرۍ_مثلث_دی
زمونږخبریال وایی د ایران د پوځ ددافع هوا مرکز مشر برید جنرال غلامرضا جلالی په دې خبرې سره چې امریکا په نړۍ کښې د ترهګرۍبیلګه ده وویل سعودی عربستان ، صهیونیسټ رژیم او امریکا په دنیا کښې د ترهګرۍ مثلث(Triangle) دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2018 12:27 Asia/Kabul
  • ایران به په بریالیتوب سره دامریکا له ظالمانه بایکاټونو ووځي .
    ایران به په بریالیتوب سره دامریکا له ظالمانه بایکاټونو ووځي .

زمونږخبریال وایی د ایران د پوځ ددافع هوا مرکز مشر برید جنرال غلامرضا جلالی په دې خبرې سره چې امریکا په نړۍ کښې د ترهګرۍبیلګه ده وویل سعودی عربستان ، صهیونیسټ رژیم او امریکا په دنیا کښې د ترهګرۍ مثلث(Triangle) دی .

هغه وویل د ترهګرۍ په مثلث کښې امریکا سیاست جوړونکی ، صهیونیسټ رژیم ګټه پورته کونکی او سعودی عربستان هم مالی او وسله وال مرسته کونکی  دی .

جلالی په ایران کښې  له نړیوال استکبار سره د مبارزې ملی ورځې ته په اشارې سره وویل باید د لړم د میاشتې په دیارلسمه(۱۳) نیټه د امریکا له ناوړه سیاستونو څخه چې دترهګرۍ په رامینځته کولو کښې یې  اغیزشیندونکی رول لری پرده پورته کړو .

دایران دغه پوځی چارواکی په دې خبرې سره چې امریکا دتهران پرضد د غیر قانونی بایکاټونو په لګولو سره د ایران دخلکو پرضد د روانی جنګ درامینځته کولو هڅه کوی  ټینګار وکړ ایران به په بریالیتوب سره دامریکا له ظالمانه بایکاټونو ووځی .