دایران ولس به په سرلوړی سره له امریکائی بندیزونو تیر شی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77884-دایران_ولس_به_په_سرلوړی_سره_له_امریکائی_بندیزونو_تیر_شی
د لړم د میاشتې دیارلسمه نیټه یعنی له نړیوال استکبار سره د مبارزې ملی ورځ په درست ایران کې د میلیونونو خلکو ، محصیلینو زده کونکو ،استاذانو ،هنرمندانو ، مدنی فعالانو او دبیلابیلو پرګنو په شتون سره په پرتم او ولولې سره ولمانځل شو او یو ځل بیا مړه دې امریکا او مړۀ دې وی اسرائیلو چغو په درست ایران کې انګازې وکړې او نړیوال استکبار ته ئې وښودله چې دایران ملت به په یو زړه توب سره د هرډول استکباری دسیسو په وړاندې کلک ودریږی او د غلیمانو دسیسې به شنډې کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 04, 2018 09:41 Asia/Kabul
  • دایران ولس به په سرلوړی سره  له امریکائی بندیزونو تیر شی

د لړم د میاشتې دیارلسمه نیټه یعنی له نړیوال استکبار سره د مبارزې ملی ورځ په درست ایران کې د میلیونونو خلکو ، محصیلینو زده کونکو ،استاذانو ،هنرمندانو ، مدنی فعالانو او دبیلابیلو پرګنو په شتون سره په پرتم او ولولې سره ولمانځل شو او یو ځل بیا مړه دې امریکا او مړۀ دې وی اسرائیلو چغو په درست ایران کې انګازې وکړې او نړیوال استکبار ته ئې وښودله چې دایران ملت به په یو زړه توب سره د هرډول استکباری دسیسو په وړاندې کلک ودریږی او د غلیمانو دسیسې به شنډې کړی .

 زمونږخبریال راپورراکړ  دایران  ولس نن   په درست ایران کې  له استکبار سره دمبارزې  د ملی ورځې په میلیونی لاریون کې  په ګډون سره یو ځل بیا  اعلان وکړ ،   دامریکاله ظالمانه  بندیزونو په ناکامولو سره به   له دغې تاریخی مرحلې  هم په  سرلوړی سره تیر شی او  شیطانې امریکابه  یوه بله درنده څپیړه هم ورکړی .

Image Caption

 راپورښئ  ددغه میلیون لاریون چې  په درست ایران کې  نن له سهار راهسې  پیل شوی ، په میلیونونو ایرانیانو ګډون کړی او  پخپلې پایزې  اعلامیې کې  ئې ټینګار کړی ،   له  نړیوال  استکبار سره  مبارزه او مقابله  داسلامی انقلاب  یو خورا مهمه ځانګړنه ده ، نو ځکه  دایران  ولس به پخپلې د ینی  او انقلابی دندې په عمل کولو سره دغې مبارزې ته  د سلطې د نظام   پّه تیره بیا د امریکا داستعمار ګر او سلطه غواړی  حکومت تر بشپړ نابودۍ ا و ناکامۍ پورې دوام ورکړی .

Image Caption

  په دغې پایزې  اعلامیې کې  راغلی دی ،دایران ولس  دامریکا او صهونیسټ رژیم  له ظلمونو دکړیدلو ملتونو  په ملاتړ او   دسلطې دنظام  د  استکباری خوی  په وړاندې دمقاومت  د جبهې  له هراړخیز ملاتړ  ته دوام ورکړی .

   د لړم ددیارلسمې نیټې په دغه میلیونی لاریون کې دمیلیونی  ایرانیانو  په دغې پایزې اعلامیې کې  همداراز  له جامعې ایټمی  موافقې   دامریکا  وتلو ته په اشارې سره  ټینګار شوی ،  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دامریکا  یو اړخیز وتل  او  دایران په ضد د دغه هیواد  د واکوالانو  دغلیمانه سیاستونو  سختیدا ،یو ځل بیا ثابته کړې ده چې امریکا د ایران  دملت د لومړی لمبر دښمنه دده .

Image Caption

همداراز د  لړم دمیاشتې د دیارلسمې نیټې  په میلیوني لاریون کې  دایران د زده کونکو  دټولنې مسئولانو هم  داعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، امریکا  دایران  له ملته یوه بله  درنده څپيړه هم وخوړله .دوي  په دغې اعلامیې کې  دې ته په اشارې سره چې  داسلامی انقلاب څلویښت کلن نیالګي   امریکا او دهغې خبیث نسل  ورځ تربلې  لامنزوي کړی او  په مقابل کې، دایران  اسلامی نظام او ولس    ورځ تربلې لا پياوړی او سرلوړی شوی دی.  دوي همداراز ټينګار کړی ، که    په سیمې کې دایران  له دښمنانو کومه تیروتنه وشي  او داسلامی ایران ګټې تر ډير کمه حده هم وګواښي ،نو  دایران د ملت له غاښ ماتونکي ځواب او سخت غبرګون سره به مخ شي . 