امریکایان د ایران په ضد دپوځی ټاکنو دغوره کولو وس نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77886-امریکایان_د_ایران_په_ضد_دپوځی_ټاکنو_دغوره_کولو_وس_نه_لری
سردار سلامی دایران په ضد د امریکا دبیا بندیزونو د اعمالیدا په باب هم ووئیل ، له دغو بندیزونو د ایران دتیلو داخستونکو اتو هیوادونو معاف کول ، پر امریکا دایران د بریالیتوب یوه ځلا ده او دا دامریکا ناکامی اوشاتګ نندارې ته وړاندې کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 04, 2018 10:06 Asia/Kabul
  • امریکایان د ایران په ضد دپوځی ټاکنو دغوره کولو وس نه لری

سردار سلامی دایران په ضد د امریکا دبیا بندیزونو د اعمالیدا په باب هم ووئیل ، له دغو بندیزونو د ایران دتیلو داخستونکو اتو هیوادونو معاف کول ، پر امریکا دایران د بریالیتوب یوه ځلا ده او دا دامریکا ناکامی اوشاتګ نندارې ته وړاندې کوی .

 زمونږخبریال راپور راکړ  داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د  عمومی قوماندان  جانشین سردار تورن جنرال  حسین سلامی  په یولړ څرګندونو کې  روښآنه کړې ، دامریکا پوځی قدرت وروست شوی دی  او دغه هیواد  د ایران په ضد   دپوځی ټاکنې لپاره مناسب  سیاسی او اقتصادی شرائط نه لری .

  سردار سلامی روښانه کړې ، دامریکا  وروستیو ناکامیو  ښودلې ده ،دایران په ضد له امریکا سره په دسیسو کې  زیاتره   هیوادونه ملګرتیا نه کوی  او  همداراز روښانه شوې ، چې  هیڅوک  په نړۍ کې  په یوې سیمې  باندې هم د امریکا دیرغلونو  ملاتړ  نه کوی .

سردار سلامی   وئیلی ،  دامریکا اقتصاد ددې جوګه نه دی ، چې  دکوم نوی جنګ ملاتړ وکړائ شی ځکه دوی  په لویدیځی آسیا سیمې کې  څه دپاسه اوه ټریلیّن ډالر لګولی او هیڅ نتیجه ئې هم نه ده ترلاسه  کړې .

  هغه همداراز   دایران دفاعی قدرت ته په  اشارې سره   زیاته کړې ، اسلامی ایران   دقدرت هغه ځای ته رسیدلی ، چې   د  دښمنانو  ته داغیز  من غبرګون   دښودلو  دتوان له نظره ،  په لازمو شرائطو کې  د هغوی  حیاتی ګټې ګواښلی شی .