له اټومی تړون سره چلند دامریکا د ځوړتیا نښه ده
-
دامریکا ولسمشر ټرمپ به اخر مجبوره شي دایران له خلکو سره په درنه ژبه خبرې وکړي .
زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو دوزیر دسیاسی چارو مرستیال سید عباس عراقچی په دې خبرې ټینګار سره چې له اټومی تړون او ایران سره د امریکا چلند د واشنګټن د قدرت د ځوړتیا ښکاره نښه ده وویل امریکا د ځوړتیا په لور روانه ده .
هغه وویل امریکا خپله ټوله هڅه وکاروله چې نړیواله ټولنه دایران پرضد د بایکاټ لپاره له ځان سره ملګری کړی خو له سعودی عربستان او صهیونیسټ رژیم پرته هیڅ هیواد له واشنګټن سره ملګری نشو .
د ایران دبهرنیو چارو د وزیر دسیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی له اټومی تړون دامریکا وتل غیرقانونی او د ملګروملتونو دامنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزۍ وبلله او ویې ویل نړیواله ټولنه دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اپوټه د امنیت شورا د۲۲۳۲ پریکړه لیک او د اټومی تړون د اجرا غوښتونکی ده .
هغه له ایران سره د اروپایی اتحادیې د مالی کانال ایس پی وی (Special-purpose entity) د سازوکار پرمختګ ته په اشارې سره وویل دغه ځانګړی سازوکار همدا اوس په اخری مرحلو کښې دی .
عباس عراقچی په دې خبرې سره چې اروپایی هیوادونه په صراحت سره په اټومی بحث کښې ولاړ دی ډاګینه کړه دایران پرضد دامریکا دبایکاټونو په مقابل کښې د اروپایی هیوادونو مقاومت او یوه(۱) نوی مالی سازوکار ته د رسیدا لپاره هڅه ددې ښودنه کوی چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو هدفونو کښې ماتی خوړلی ده .
دایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی دایران پرضد دامریکا دبندیزونو ددوهم(۲) پړاو پیلیدا ته په اشارې سره وویل دایران خلک به په زور ، ګواښ او بایکاټ سره له خپلو اصولی دریځونو تیر نشی .
هغه په دې خبرې ټینګار سره چې بایکاټ دایران په شان ستر هیواد له مشکل سره نشی مخ کولای زیاته کړه دامریکا ولسمشر ټرمپ به اخر مجبوره شی دایران له خلکو سره په درنه ژبه خبرې وکړی .