پر برجام د ایران پابندي په دیارلسم ځل هم تایید شوه
د ایټمي موافقې د اجرا د ازمویلو په لړ کښې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د لوې مدیر رپورټ په دیارلسم ځل، په ایټمي موافقه کښې پر خپلو ژمنو د ایران پابندي تاییده کړه.
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر د ایټمي موافقې د اجرا د ازمویلو په لړ کښې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د لوې مدیر د رپورټ خپریدو په اعلان سره وویل: دغه رپورټ په دیارلسم ځل، په ایټمي موافقه کښې پر خپلو ژمنو د ایران پابندي تاییده کړه.
کاظم غریب آبادي پرون وویل: د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د لوې مدیر په رپورټ کښې څرګنده شوې ده چې د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ میاشت کښې د ایټمي موافقې د اجرا کیدو له ورځې څخه د دغې موافقې د مفادو له مخې د ایران لخوا په ایټمي چارو پورې اړوندو ژمنو د اجرا د ریښتیاوالي ازموینه او څارنه جاري ساتلې او آژانس د تلاشۍ او اړوندو سایټونو ته په لاسرسۍ کښې هیڅ ستونزه نه ده لرلې.
هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران په ایټمي موافقه کښې د امریکې د کړنلارې په اپوټه یو مسئولانه کړچار لرلی دی، څرګنده کړه: که د ایټمي موافقي نور لوري د هغې د جاري ساتلو غوښتونکي وي نو پکار دي چې په فوري عملي او مناسبو اقداماتو سره له دې موافقې د ایران د ګټه پورته کولو ضمانت ورکړي.