نړیواله ټولنه دې د امریکې د خپل سرو اقداماتو په وړاندې ودریږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78204-نړیواله_ټولنه_دې_د_امریکې_د_خپل_سرو_اقداماتو_په_وړاندې_ودریږي
په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي پرون د دغه سازمان له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره د خپلې خدای په امانۍ په غونډه کښې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د امریکې د خپل سرو او غیرقانوني اقداماتو په وړاندې راپورته شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2018 04:18 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه دې د امریکې د خپل سرو اقداماتو په وړاندې ودریږي

په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي پرون د دغه سازمان له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره د خپلې خدای په امانۍ په غونډه کښې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د امریکې د خپل سرو او غیرقانوني اقداماتو په وړاندې راپورته شي.

ایرنا لیکلي چې غلام علي خوشرو په دغه کتنه کښې له ایټمي موافقې په یواړخیزه توګه د امریکې د وتنې او له ایران سره د ملګرتیا په لړ کښې يې د غړو هیوادونو د ګواښلو په هکله وویل: د ملګرو ملتو په تاریخ کښې داسې مخینه نشته چې د امنیت شورا یو دائمي غړی هیواد د همدې شورا په پریکړه لیکونو باندې د پابندۍ په وجه د ملګرو ملتو نور غړي هیوادونه سزا کړي.

هغه له ګوتریشه وغوښتل چې له قانونه د امریکې د تیښتې او د ایران خلاف د بندیزونو د لګولو په وړاندې یې دریځنیونه وکړي.

خوشرو همداشان په یمن کښې د تیري ګر سعودي ائتلاف بریدونه یوه ستره انساني غمیزه وبلله او د دغه ورانونکي جنګ د ختمیدو او په یمن کښې د ښکیلو لورو ترمینځ د سیاسي روغې جوړې د پيلیدو غوښتنه یې وکړه.

په دغه ملاقات کښې د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم د نړیوالو چیلنجونو په وړاندې د څواړخیزپالنې په ضرورت ټینګار وکړ او هیله یې وښودله چې په یمن کښې جنګ زرترزره ختم شي څو د دې انساني غمیزې مخنیوی وشي.

غلامعلي خوشرو په دغه ملاقات کښې د ملګرو ملتو له سرمنشي سره خدای په اماني وکړه او ویې ویل چې د ایران د ریټایرمنټ د نوي قانوني اصلاحیې ته په پام سره د ده ماموریت د نومبر په اوولسمه نیټه پاې ته رسیږي.