د ایران د لړم د ۲۹ نیټې ځینې مطبوعات
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی وویل ایران خپلواکه او ازاد پاتې کیږی او امریکا ته به تسلیم نشی
دوستانو لکه څرنګه چی تاسو ته پته ده له ننه د وحدت اونۍ پیل شوی ده چی په دې مناسبت مبارکی وړاندی کوو ، حضرت امام خمیني رح چې د اسلامي نړۍ د وحدت بیرغچي وو له دې مساله د مسلمانو ډلو او فرقو د نزدیکت لپاره استفاده وکړه او د ربیع الاول له دولسمې تر اولسمې نیټې یې د وحدت اونۍ ونوموله . نو د اسلامی نړۍ د وحدت په هیله راګرځو ورځپاڼو ته او خپل پروګرام له جمهوری اسلامی ورځپاڼۍ پیلوو .
نوموړی ورځپاڼۍ هم د نورو ورځپاڼو په شان د خوی د خلکو په ولولناک ټول د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ښاغلی حسن روحانی خبرو ته پراخ انعکاس ورکړی دی او په د ې اړه یې یو راپور چاپ کړی دی . ښاغلی روحانی په خپلو خبرو کې ویلی دی ایران به دامریکا په وړاندې سرټیټ نکړی
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی وویل ایران خپلواکه او ازاد پاتې کیږی او امریکا ته به تسلیم نشی .
هغه دایران په شمال ختیځ کښې په خوی ولسوالۍ کښې د اذربایجان غربی ولایت دخلکو په ټول کښې په دې خبرې سره چې دښمانان دخلکو لپاره د ستونزې په رامینځته کولو او په اقتصاد د دباو په راوړلو سره له خپلو لوړو هدفونو دایران د خلکو د مخه د نیولو جوګه نه دی ټینګار وکړ دایران خلکو داسلامی انقلاب څلویښتمه کلیزه په قدرت او تاندوالی سره د نړۍ خلکو ته وروښودله.
دایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې سره چې نن سبا دنړۍ ټول هیوادونه او ملتونه دامریکا له ظالمانه اقداماتو سره مخالف دی وویل امریکا ددې جوګه نه ده چې دسیمې له وړونو ملتونو سره دایران دملت اړیکې کمزوری کړی ځکه چې ټول مسلمانان دی او هغوې د یوه بل په څنګ کښې دی .
حسن روحانی زیاته کړه دایران دملت په څنګ کښې د عراق ، د سوریې د لبنان د یمن ، دافغانستان ، دپاکستان ملتونه او ټوله اسلامی نړۍ د مقاومت ، ایمان ، اسلام او دخپلواکۍ په فکر کښې دی او د سیمې دټولو ملتونو په مقاومت سره به د مستکبرانو ماتی محققه شی .
دایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې ټینګار سره چې دښمانان په سیمه باندې دترهګرو د سلطې د نه موندلو لپاره د ایران په هڅو غوسه دی وویل مسلمانان چې هر وخت له ایران څخه مرسته وغواړی دایران اسلامی جمهوریت په خپلې دندې عمل کوی او له هغوې سره به له ترهګرۍ سره د مبارزې د وخت په شان مرسته وکړی .
د یمن انصار ا... غورځنګ د یمن په درستو جبهو کې د جنګ د بندولو لپاره خپل چمتو والې اعلان کړ .
د امریکا دکنټاکی ایالت یوه جمهوری غواړی سناتور رندپال له سی بی ایس ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې وویل داسې ډیر پیاوړی شواهد شته چې ښئ دسعودی عربستان ولی عهد او دفاع وزیر محمد بن سلمان پر آل سعود رژیم د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې په دسیسې کې لاس درلودلی دی
صیهونیسټی عسکرو ۲۲ فلسطینیان ونیول .
د امریکا د پوځی لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ په افغانستان کې په ماتې اعتراف وکړ .
د ترکیې ینی شفق ورځپاڼۍ لیکلی دی د بن سلمان کار تمام شوې دې .
اطلاعات ورځپاڼه
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی د خوی د خلکو په ټول کی وویل د ایران ملت به د امریکا ځواب د سلواغې د ۲۲ نیټې په لاریون کې ورکړی .
د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا سیکرټر علی شمخانی د انګلستان له خارجه وزیر سره په کتنه کې وویل د ټرمپ له حکومت سره ملګرتیا د امریکا په جنایت کې مشارکت دې .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی بهرام قاسمی ویلی دی چی په اروپایی اتحادیې به تکیه ونکړو .
ایران په افغانستان کې د سولې او کراري لپاره د هر ډول رول لوبولو ته تیار دی . د خارجه وزارت د دفتر د راپور له مخې د ایران خارجه وزیر محمدجواد ظریف په تهران کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتو له خاص استازي تادامیچي یاماموتو سره په کتنه کې له افغانستان سره په ټولو اړوندو برخو کې له ملګرو ملتو سره د ملګرتیا لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
دملګرو ملتو استازي هم په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو په په قدرونې سره د ایران د رغنده رول په تیره بیا د افغانستان په راتلونکي کانفرنس کې چې په جنیوا کې د ملګرو ملتو او د افغانستان د دولت په ګډ کوربه توب جوړیږي د ایران په برخه اخستلو ټینګار وکړ .
د ایران د قضاییه قوې مشر وویل له بل هر وخت زیات د مسلمانانو وحدت ته اړتیا لرو .
د ,امریکا ولسمشر ټرمپ په حکومت کې د احتمالی بدلونونو خبر ورکړ . د افغانستان طالبانو په رسمی توګه له امریکا سره خبرې اترې تایید کړې .
د صیهونیسټ رژیم مستعفی شوی جنګ وزیر لیبرمین وویل په زور حماس نشی نسکوریدلې .
کیهان
د عراق د بغداد د جمعې امام ویلی دی کله چی سامرا د نسکوریدا په حال کی وه نو امریکا عراق ته شا کړه ، خو ایران ډګر ته ورداخل شو .
ملګری ملتونه وایی نړیواله ټولنه باید د یمن په وضعیته شرم وکړی .
پیونګ یانګ وایی امریکا د دو کوریاو د پخلاینې خنډ کیږی .
یو امریکاې ټولن پیژاندې شارلو تسویل وایی د ټرمپ ځانګړنې په یوه جمله کې داسې بیانیدلې شی ، له ډیموکراسئ کرکه او د دیکتاتورۍ عاشق
د ایران پیام نور پوهنتون او د پاکستان پنجاب پوهنتون د علمي ملګرتیا مفاهمه لاسلیک کړه.
عراقچی ویلی دی دجامعې ایټمی موافقې دساتلو لپاره داروپا اوسنی شرائط د دوام وړ نه دی . د ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی دایران دبهرنی سیاست او سیمه ایزو بدلونونو او نړیوال نظام په څلورم سیمنار کې وئیلی دی ، اروپائی هیوادونه او دجامعې ایټمی نړیوالې موافقې نور غړی د دخپل نړیوال اعتبار دساتلو لپاره باید له دغې نړیوالې ایټمی موافقې دایران دګټو دتامینولو لپاره شرائط برابر کړی .
عراقچی روښانه کړې ، جامعه ایټمی موافقه له مشکل سره دمخامخیدا په بڼه کې د اروپا امنیت له مشکل سره مخامخ کوی ، او که امریکا فکر کوی ، لویدیځی آسیا به له جامعې ایټمی موافقې پرته لاکراره سیمه شی ، نو سخته تیروتی ده .
دایران مرستیال خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې لویدیځی آسیا سیمه همدااوس د ناکراریو دعواملو له ټولګې سره مخ ده وئیلی دی ، اروپا باید دې پوښتنې ته ځواب ورکړی ، چې آیا په سیمې کې د ایټمی شخړې او دترهه ګرو او دپناغوښتونکو دنوی څپې د زیاتیدا زغم لری ؟
عراقچی همداراز دامریکا په وسیله دایران بایکاټونو ته په اشارې سره ووئیل ، له ایرانه د وتلو لپاره پر اروپائی شرکتونو دامریکا دخزانې وزارت دباؤنه عملا د اروپا حاکمیّت تر پوښتنې لاندې ورولی او اروپایان اوس نه یوازې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په ساتلو پسې دی ، بلکې دخپل حاکمیّت په ساتنې پسې هم دی .