مجلس وحدت مسلمین د مسلمانانو په وحدت ټینګار وکړ
-
اسلام نه یوازې مسلمانانو بلکې ټول بشریت ته د دښمانانو په وړاندې د وحدت پیغام ورکوي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر «علامه راجا ناصر عباس جعفری» ددښمانانو په تیره بیا د امریکا او دصهیونیسټ رژیم پرضد د مسلمانانو په اتحاد ټینګار وکړ .
هغه د وحدت د اونۍ په مناسبت وویل اسلام نه یوازې مسلمانانو بلکې ټول بشریت ته د دښمانانو په وړاندې د وحدت پیغام ورکوی .
د پاکستان دمجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعفری زیاته کړه امریکا او صهیونیسټ رژیم داسلام د څیرې د خرابولو او مسلمانانو ته دګوزار د ورکولو هڅه کوی او مسلمانان باید په اتحاد سره دغه دسیسې شنډې کړی .
هغه وویل د شیعه او دسنی په شمول دپاکستان مسلمانان په وحدت اونۍ کښې د ایران داسلامی جمهوریت دبنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه حکم ته لبیک وایی او په همدې مناسبت ګډ پروګرامونه ترسره کوی .
سنی مسلمانان د ربیع الاول دمیاشتې دولسمه (۱۲)او شیعه مسلمانان د ربیع الاول دمیاشتې اولسمه(۱۷) د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې کلیزه ګڼی .
دایران داسلامی جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه چې په اسلامی نړۍ کښې د وحدت منادی او جارچی وو له دغه چارې د مسلمانانو د اتحاد او داسلامی ډلو دنږدې کولو لپاره استفاده وکړه او له دولسم(۱۲) ربیع الاول تر اولسم(۱۷) ربیع الاول پورې وخت یې د وحدت اونۍ ونوموله .