امریکا او متحدانو یې د مقاومت له جبهې ماتی خوړلی ده
-
امریکا او متحدانو یې په سیمه کښې د مقاومت د جبهې په مقابل کښې ماتي خوړلي ده .
زمونږ خبریال وایی د اسلامی مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې مشر ایت الله محسن اراکی وویل په تهران کښې د اسلامی وحدت د درې دیرشم(۳۳) کانفرنس د ترسره کیدا پیغام دا دی چې امریکا او متحدانو یې په سیمه کښې د مقاومت د جبهې په مقابل کښې ماتی خوړلی ده .
هغه پرون په تهران کښې د اسلامی وحدت د درې دیرشم (۳۳)نړیوال کانفرنس د پرانیستلو په دستورو کښې وویل ددغه سترې غونډې جوړیدل په سیمه کښې د اسلامی مقاومت ځواکونو د حمایت او دمقاومت دجبهې دملاتړ لپاره دی .
ایت الله اراکی وویل دغه سترې غونډه ددې ښودنه کوی چې تکفیر او په اسلامی نړۍ کښې دتفرقې رامینځته کولو ماتی خوړلی ده او اسلامی نړۍ له اعتقادی ، قومی او جغرافیایی تنوع او ټولو رنګونو سره سره چې لری یې یو هیړ او په وحدت سره د قران کریم او د رسول الله په لاره کښې ګام اخلی .
داسلامی مذهبونو د نږدې کولو د ټولنې مشر ایت الله محسن اراکی د وحدت د نړیوال کانفرنس د ترسره کیدا پیغام په سیمه کښې د امریکا دمتحدانو پرضد دایران داسلامی جمهوریت بریالیتوب ، په اسلامی نړۍ د امریکا د سلطې د ماتی اعلانیدل او د اتلو او مقاومت کونکو ملتونو د ملاتړ اعلانیدل وباله کوم چې د امریکا د صهیونیسټ رژیم او دسعودی عربستان د ترهګرۍ په وړاندې مقاومت کوی .