د اسلامي وحدت کانفرنس؛ ايران د ازادي غوښتونکي محاذ مخکښ
تهران « قدس د امت د وحدت محور» په شعار سره د اسلامي وحدت د دوه دېرشم نړيوال کانفرنس کوربا دے. د اسلامي نړۍ له درې سوو نه زيات سياسي او مذهبي شخصيتونه په تهران کښې راغونډ شول چې د اسلامي نړۍ د مشکلاتو په باره کښې د څه چارې فکر وکړي.
د اسلامي وحدت نړيوال کانفرنس د ايران په نوښت سره پلان شوے دے او دوه دېرشمه دوره يې چې همدا اوس روانه ده د تېرو دورو په نسبت يو خاص اهميت لري.
په تهران کښې د اسلامي نړۍ د ديني پوهانو ترټولو لويه غونډه د ايران د اسلامي جمهوريت د وحدت بخښونکي سياست او اصولو ښودنه کوي چې يې کوشش کړے دے چې په اخوت او ورورولۍ سره د اسلامي دنيا مشکلات وڅېړي او د هواري لپاره يې ډله ايزه حل لاره پېدا کړي.
دا مهم سږ کال د فلسطين د آرمان د نابودۍ لپاره «د پېړۍ معامله» نومې د امريکائي پلان تعقيب، ورسره په يو وخت «د ستنېدو د حق ستر لاريون» په نامه نوي قالب کښې د مقاومت د تاثير کونکې سټراټيجۍ دوام او همدارنګ د ايران په خلاف د ائتلاف جوړونې لپاره د امريکې کوششونو ته په پام سره د نړيوالو د زياتې پاملرنې وړ ګرځېدلے دے.
په همدې وجه په تهران کښې د اسلامي وحدت د دوه دېرشم نړيوال کانفرنس يو اصلي محور د ستنېدو د حق د لاريون په قالب کښې د فلسطين د ملت مقاومت او خپلې مورنۍ زمکې ته د فلسطيني کډوالو په ستنېدو تاکيد اعلان شوے دے.
په همدې لړ کښې د اسلامي مذهبونو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې نړيوال مرستيال حسين شيخ الاسلام وويل: «ترټولو اهمه مسئله چې د اسلامي وحدت په دوه دېرشم کانفرنس کښې مطرح کيږي د فلسطيني کډوالو د ستنېدو په حق او د هغوي په قانوني او سياسي حقوقو تاکيد، د فلسطين د قضيې د هواري لپاره له ټولو بديلو پلانونو سره مقابله، د غزې د تړانګې د واقعيت او د ستنېدو د حق له لاريون څخه ملاتړ دے»
له دې نه علاوه هغه شعار ته چې په تهران کښې د اسلامي وحدت د اوسني کانفرنس لپاره غوره شوے دے؛ يعنې «قدس، د امت د وحدت محور» په پام سره د مسلمانانو لپاره د قدس د اسلامي – تاريخی او تمدني ښار اهميت دے چې امريکائي سازشکاره عربي – عبري محور کوشش کوي چې د دغه ښار ټول اسلامي او تاريخي اثار ختم کړي او د صهيونېسټانو په اختيار کښې يې ورکړي. په نورو الفاظو سره ويلې شوو چې د سږ کال د وحدت د کانفرنس پېغام، د فلسطين د مظلومو خلقو او د مقاومت د محور ملاتړ دے.
د تيونس د الزيتونه پوهنتون د فلسفې استاد فوزي العلوي پرون له ايران پرېس خبري اژانس سره په مرکه کښې د فلسطين د مسئلې د اهميت او ورته د اسلامي وحدت د کانفرنس د پاملرنې په باره کښې وويل: «د مسلمانانو د وحدت يوه انګېزه د فلسطين او قدس شريف مسئله ده، خو د استعماري او مرتجعو عربو هېوادونو نوے شعار د فلسطين مسئلې ته بې پامي ده چې دا شعار د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې سبب دے.»
د فلسطين د مسئلې د نابودولو لپاره د اسرائيلي رژيم او مرتجعو عربو حکومتونو په ملګرتيا سره د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت کوششونو، له اسرائيلي رژيم سره د عربو د تعلقاتو بحالولو او په قدس شريف کښې د صهيونېسټ مېشته ښارګوټو د جوړولو دوام ته په پام سره د مسلمانانو عملي وحدت يوازېنے سټراټيجک انتخاب ګڼل کيږي چې د «پېړۍ معامله» د پلان په چوکاټ کښې په فلسطيني ټاټوبي کښې د دښمنانو د سپېرۀ پلان د اجرا مخنيونکے کيږي.
همدارنګ يوه بله موضوع چې په تهران کښې د اسلامي وحدت د دوه دېرشم نړيوال کانفرنس اهميت زياتوي د ايران په خلاف د امريکې له نفسياسي او اقتصادي جنګ سره په يو وخت په دغه کانفرنس کښې د نړۍ د نامتو سياسي او مذهبي شخصيتونو پراخه شرکت دے. له سعودي او صهيونېسټ رژيم سره په ملګرتيا کښې د ټرمپ د حکومت مقصد د نمائشي ائتلاف جوړونې په چوکاټ کښې د ايران ګوښې ته کول دي، خو په ايران کښې د اسلامي نړۍ او هېوادونو د نامتو او په خلقو کښې د نفوذ لرونکو شخصيتونو شتون د ايران په وړاندې د امريکې د ائتلاف د ماتې ښودنه کوي.
په همدې لړ کښې د اسلامي مذهبونو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې مشر آيت ا... محس اراکي وويل: «امريکه کوشش کوي چې د سعودي او صهيونېسټ رژيم په شان د څو هېوادونو او ځواکونو په ملګرتيا سره د ايران په خلاف يو بهير جوړ کړي خو د مقاومت محاذ د دغه يرغل په وړاندې ټينګ ولاړ دے.»
په تهران کښې د اسلامي وحدت په نړيوال کانفرنس کښې د نړۍ د نامتو شخصيتونو پراخه شتون د ايران له سياستونو څخه ملاتړ دے چې کړې شوي يې دي د مقاومت د محور په چوکاټ کښې د اېشيا د لويديځ په سيمه کښې د امريکې او د هغې د ملاتړو او انډيوالانو دسيسه له ماتې سره مخامخ کړي. د آيت ا... آراکي د وېنا له مخې په ايران کښې له ټولې دنيا څخه د سياسي، مذهبي، فکري، هنري او ادبي نامتو شخصيتونو شتون ښودنه کوي چې په نړۍ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په محوريت سره آزادي غوښتونکے محاذ جوړ شوے دے.
---------