ایټمي موافقه له سختو چیلنجونو سره مخامخ شوې ده
برجام (ایټمي موافقه) یوه مهمه سیاسي بریا ده او ایران د دې موافقې په چوکاټ کښې پر خپلو ژمنو پوره پابند دی خو حقیقت دا دی چې تراوسه داسې عملي لارې چارې نه دي عملي شوې چې ایران د برجام له اقتصادي اسانتیاؤ ګټه پورته کړي.
د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي په بروکسل کښې د ایران او اروپا د صلحه ایزو ایټمي ملګرتیاؤ په دریمه غونډه کښې وویل: برجام (ایټمي موافقه) یوه مهمه سیاسي بریا ده او ایران د دې موافقې په چوکاټ کښې پر خپلو ژمنو پوره پابند دی خو حقیقت دا دی چې تراوسه داسې عملي لارې چارې نه دي عملي شوې چې ایران د برجام له اقتصادي اسانتیاؤ ګټه پورته کړي.
عراقچي خبرداری ورکړ چې د دې بهیر دوام چندانې هیله منونکی نه دی او دا موافقه له سختو حالاتو سره مخ شوې ده.
د (بریاوې او هیلې) تر عنوان لاندې د ایران او اروپايي اتحادیې د نړیوالې ایټمي ملګرتیا دریم کانفرنس پرون په بروکسل کښې پیل شوی او نن پاې ته رسیږي. دا غونډه په داسې حال کښې ترسره کیږي چې ځانګړې مالي حل لارې ته د رسیدو لپاره د ایران او دریو اروپايي هیوادونو خبرې اترې لاهم روانې دي.
برجام یوه نړیواله موافقه ده چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا غړو په ۲۲۳۱ پریکړه لیک کښې تایید کړې ده. خو له دې موافقې په یواړخیزه توګه د امریکې وتلو او بیاځلې یې د بندیزونو لګولو، د دې موافقې پر خلاف ورزۍ سربیره د هغې له ګټو د ایران د برخمنیدو مخه نیولې ده. د امریکې ولسمشر همداشان د ایټمي موافقې د نورو لاسلیکونکو لپاره ځانګړي حالات رامینځته کړي دي. اوس د امریکې بندیزونو او ګواښونو نړیوال شرکتونه له نویو حالاتو سره مخ کړي دي چې د دې موافقې د ساتلو او دوام لپاره باید لا جدي اقدامات ترسره کړي.
اروپايي اتحادیه به د امریکې د دباؤنو په وړاندې له دریدو پرته بله چاره ونه لري خو دا چې دا اقدامات به تر کومه حده نتیجه ورکړي، د غور خبره ده.
په رِیډ سمِت حقوقي شرکت کښې د بایکاټ کارپوه برِټ هِلِس وايي: د اروپايي اتحادیې په پروګرامونو کښې هیڅ داسې شئ نشته چې له سختو حالاتو سره په ایران کښې د فعالو اروپايي شرکتونو د مخامخیدو مخه ونیسي.
په (ډِچرټ) موسسه کښې لوړرتبه حقوق پوه روجر میتیو هم باوري دی چې اروپايي اتحادیې باید د مخنیوي قانون ته پوره قدرت ورکړی وی څو د خپلې خوښې تاثیر یې ولري.
په داشان حالاتو کښې له ایران سره د راکړې ورکړې د دوام په موخه د سترو شرکتونو د هڅولو لپاره د اروپايي اتحادیې د اقداماتو اغیزه پوره او کافي نه ده. په همدې وجه په بروکسل کښې د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال وویل: د صلحه ایزو ایټمي ملګرتیاؤ د دوام او د برجام د دریمې ضمیمې د اجرا لپاره د اروپا د ځانګړې مالي حل لارې پيلول ضروري دي.
د برجام (ایټمي موافقې) د دریمې ضمیمې له مخې، دواړو لورو د ملګرتیا په ګڼو طرحو موافقه کړې چې پکښې د بوشهر د سلاکوټ د ټیسټ طرحه او همداشان د اروپآيي اتحادیې د ۲۵ میلیون یورو په پانګونې سره د عالي خوندي ایټمي مرکز جوړولو طرحې ته اشاره کولی شو.
د ایران د ولسمشر سلاکار حمید ابوطالبي په مۍ میاشت کښې په یو ټویټ کښې ولیکل: ضمانتونه باید د ایران ټول سساسي، اقتصادي او امنیتي حقوق تامین کړي.
که څه هم د ایټمي موافقې د ساتنې په موخه اقتصادي ضمانتونو ته د رسیدو لپاره باید یوه اوږده لاره ووهله شي خو جوته ده چې که طرفین دا موافقه ونه ساتلی شي نو د اروپا په هکله د بې باورۍ یوه نوې څپه به راپورته شي چې د ایټمي موافقې په وړاندې د ایران وروستۍ او فاینل فیصله به معلومه کړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*