ایران بندیزونه په فرصت بدلوي
د ایران د پوځ د ځمکني ځواک قومندان وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به بندیزونه د دفاعي توان رامینځته کولو لپاره په یو فرصت بدل کړي.
جنرال کیومرث حیدري په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي انقلاب له بریالیتوب راهیسې تل له ډول ډول بندیزونو سره مخ پاتې شوی دی، زیاته کړه: ایران تراوسه له ټولو بندیزونو په کامیابۍ سره تیر شوی دی او دښمنان یې خپلو اهدافو ته په رسیدو کښې له ماتې سره مخامخ کړي دي.
جنرال حیدري همداشان د ایران دفاعي پرمختګونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: بندیزونه د ایران د دفاعي پرمختګونو په بهیر هیڅ اغیز نه لري او دا فرصت نویو دفاعي بریاؤ ته د رسیدو توان رامینځته کولی شي.
د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان کال د مۍ په اتمه، له ایټمي موافقې د واشنګټن د وتلو او د ایران خلاف د سختو ایټمي بندیزونو د بیالګیدو خبره وکړه او عملي یې کړه.