که امریکا تیروتنه وکړي نو له ایرانه به سخته څپیړه وخوري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78618-که_امریکا_تیروتنه_وکړي_نو_له_ایرانه_به_سخته_څپیړه_وخوري
د ایران د وسله والو ځواکونو لوړرتبه ویاند وویل: د امریکې او د هغې د انډیوالانو لخوا د هرډول تیروتنې د رامینځته کیدو په بڼه به د ایران اسلامي جمهوریت داسې سخته څپیړه ورکړي چې تر ابده به پښیمانه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2018 02:23 Asia/Kabul
  • که امریکا تیروتنه وکړي نو له ایرانه به سخته څپیړه وخوري

د ایران د وسله والو ځواکونو لوړرتبه ویاند وویل: د امریکې او د هغې د انډیوالانو لخوا د هرډول تیروتنې د رامینځته کیدو په بڼه به د ایران اسلامي جمهوریت داسې سخته څپیړه ورکړي چې تر ابده به پښیمانه شي.

د ایرنا د خبر له مخې ډګر جنرال ابوالفضل شکارچي پرون مازیګر د ایران خلاف د امریکايي چارواکو وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره زیاته کړه: په امریکا کښې داسې تازه سړي شوي کسان شته چې د ایران په قدرت پوره نه دي خبر.

هغه د یمن د بدلونونو په هکله هم وویل: د یمن ولس او پوځ پياوړی او د ډیرو مناسبو تجهیزاتو او وسلو خاوندان دي او د نورو مرستې ته هیڅ ضرورت نه لري.

سردار شکارچي زیاته کړه: د یمن ولس په اتلولۍ سره د خپل هیواد دفاع کوي او سترو بریاؤ ته هم رسیدلی دی او عربستان، امارات او د هغوي ملاتړي یې هک حیران کړي دي او امریکایان مجبور شوي دي چې د ایران خلاف دا ډول دریځ غوره کړي.