دایران ولس به خپله خپلواکی دهیڅ ډول سختیانوپه وړاندې خرڅه نه کړی
داسلامی ایران ولسمشر ووئیل،دایران ملت په هوښیارۍ،ځیرتیا ، سرښیندنې او عقلانیّت سره د دښمنانو د دسیسو په وړاندې دریدلی دی . هغه روښانه کړې ،دایران دښمنان به له هغې لارې چې دایران دملت په ضد ئې خپله کړې ده ، په چورلټ ډول شاتګ وکړی او ایرانیان به نهائی بریالی وی .
زمونږخبریال راپورراکړ داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا په یولړ څرګندونو کې دایران په ضد دامریکا یو اړخیز بندیزونه، دا یران له ملت سره د واشنګټن د دښمنۍ نښه وبلله او روښانه ئې کړه ، ایرانیان به خپله خپلواکی هیڅلکه هم د سختیانو په وړاندې ونه پلوری .
ډاکټر حسن روحانی دتهران ولایت په ختیځ کې دسمنان ولایت دځای اورګانونو دمشرانو په ټول کې ددې خبرې په کولو سره چې نن سبا په نړۍ کې دا یران د ملت د دښمنانو دشاتګ نښې نښانې رابرسیره شوی دی ، ووئیل ؛ امریکایانو خیال کاوۀ، په اقتصادی دباؤنو سره دایران ملت په ګونډو کولی شی ، خو او سمتوجه شوی دی چې دا یو باطل خیال دی .
داسلامی ایران ولسمشر ووئیل،دایران ملت په هوښیارۍ،ځیرتیا ، سرښیندنې او عقلانیّت سره د دښمنانو د دسیسو په وړاندې دریدلی دی .
هغه روښانه کړې ،دایران دښمنان به له هغې لارې چې دایران دملت په ضد ئې خپله کړې ده ، په چورلټ ډول شاتګ وکړی او ایرانیان به نهائی بریالی وی .