هند د چابهار ترهه ګريزه چاودنه وغندله
Dec 07, 2018 02:02 Asia/Kabul
د هند حکومت د ايران د چابهار ترهه ګریزه چاودنه وغندله
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د هند حکومت هم پرون په يوې بيانيه کښې د ايران د چابهار ترهه ګريزه چاودنه له کرکې ډکه وبلله او د دغه جنايت د عاملانو د زر تر زره بېژندلو او سزا کولو غوښتنه يې وکړه.
د هند حکومت په دغه بيانيه کښې همدارنګ د ايران حکومت او ملت په خاصه توګه د دغې ترهه ګريزې حملې د قربانيانو کورنيو ته د تسليت په ويلو سره د زخميانو د زر ښه کېدو آرزو يې کړې ده.
چابهار بندر د هند بحيرې ته د نزدې والي او له هند نه افغانستان ته د سامانونو د زمکني انتقال په لاره کښې د شتون په وجه د نوي ډيلي لپاره سټراټيجک اهميت لري.
هنديان ټاکل شوې ده د چابهار بندرد پراختيا لپاره پينځه سوه ميليارډ ډالره پانګونه وکړي.
ټیګونه