د ایران د چابهار د ترهګرې حملې غندنه دوام لري
د ایران په جنوب کښې په سیستان او بلوچستان ولایت کښې د چابهار د بندري ښار د پرونۍ ترهګرې چاودنې غندنه لاهم روانه ده.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چابهار ترهګره حمله وندله او د دې جنایت د شهیدانو او زخمیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اسلامي جمهوریت د دوست هیواد ولس او حکومت ته د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې په وجه د تسلیت په ویلو او ورسره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د ترهګرۍ له ګډ دښمن سره په مبارزه کښې د هیوادونو د لانزدې ملګرتیا او پیوستون په ضرورت باندې یوځل بیا ټینګار وکړ.
پر افغانستان سربیره د هندوستان، پاکستان، ترکیې او کویت په شمول ځینو نورو هیوادونو هم دا تکفیري حمله غندلې او د هغې د عواملو د پيژندلو او سزا کولو غوښتنه یې کړې ده.