د ایران د لیندۍ د ۲۴ نیټې ځینې مطبوعات
د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې امریکا له ایرانه بله ماته هم وخوړه . په امنیت شورا غونډه کې د روسیې ، چین ، انګلستان او فرانسې استازیو یو ځل بیا د ایټمی موافقې په ساتلو ټینګار وکړ او دې ځل هم د ایران د ماتې لپاره د امریکا هلې ځلې ناکامې شوې
جمهوری اسلامی
د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې امریکا له ایرانه بله ماته هم وخوړه . په امنیت شورا غونډه کې د روسیې ، چین ، انګلستان او فرانسې استازیو یو ځل بیا د ایټمی موافقې په ساتلو ټینګار وکړ او دې ځل هم د ایران د ماتې لپاره د امریکا هلې ځلې ناکامې شوې .
د امریکا سنا د عربستان ولی عهد بن سلمان د جمال خاشقجی د قتل مسول معرفی کړ .
د ایران خارجه وزیر ظریف وایی په نړۍ کې د زبرځواکۍ پړاو ختم شوې دې . د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف په تهران کی په یو لړ دستور کې په اسلامی ایران کې د خلکو مهم رول ته په اشارې سره وویل اسلامی ایران په او نړۍ کې یو مهم فعالونکې دې . ظریف زیاته کړه ایران یو پیاوړې او اغیزمن هیواد دې او دا حقیقت نه یوازې په وروستیو څلویښتو کلونو کې بلکې په تیرو اوه زره کلونو کې ثابت شوې دې .
ظریف همداراز د ټرمپ د دغو خبرو په اړه چی که له عربستان د امریکا ملاتړونه نه وای نو دغه هیواد ځان نشو اداره کولې ، زیاته کړه د یوه مسلمان په توګه د ګاونډیانو په اړه د ټرمپ له دغو خبرو شرمیږم .
د ایران خارجه وزیر جوته کړه دنیا بدله شوی ده او نور لویدیځ د نړۍ مرکز ندې ، په دې اساس ختیځ ته د کتنې سیاست معنا نه ورکوی هماغه ډول چی لویدیځ ته د کتنې سیاست هم معنا نه ورکوی ځکه چی لویدیځ ، ختیځ او ختیځ ، لویدیځ ته ګوری .
د سویډن د سولې په خبرو اترو کې د یمن مقاومت بریالې شوې دې .
شمالی کوریا له امریکا سره د ایټمی خبرو اترو د بندون خبر ورکړ .
د فلسطینی مبارزانو په عملیاتو کې درې صیهونیستی عسکر هلاک شول .
امریکا په افغانستان کې د طالبانو د سولې د مخالفو قوماندانانو د وژلو طرحه لری .
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي ځواک قومندان، دغه ځواک د لویدیځې آسیا ترټولو پیاوړی هوايي ځواک وباله.
کیهان
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ښاغلی صدیقی ویلی دی دښمنان به ایران ته په ګوزار ورکولو کې ناکامه شی . د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین کاظم صدیقی د اسلامی انقلاب له بریالیتوب راهیسې د ایران ضد دښمنانو دسیسو ته په اشارې سره وویل دښمنان به خپلو سپیرو هدفونو ته په رسیدا کې ناکامه شی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د دې خبرې په کولوسره چی اوس د ایران اسلامی انقلاب له خپل بریالیتوبه د څلویښتو کلونو په تیریدا سره هماغه راز په غوړیدا دې زیاته کړه د غلیمانو له دسیسو سره د مقابلې لپاره د سیمې د هیوادونو لام بندی او په عراق ، سوریه او لبتنان کې د هغو د دسیسو د ماتې لپاره د وسپنیز خنډ رامینځته کول ښی چی اسلامی انقلاب هماغه راز طراوت او تازګی لری .
ښاغلی صدیقی همداراز د ایران ضد امریکا ظالمانه بایکاټونو ته په اشارې سره وویل د ایران خلک به د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له لارښونو په پیروی سره یو ځل بیا له بایکاټونو تیر شی او دښمنانو ته به یو ځل بیا ثابته کړی چی د اسلامی نظام ملاتړی دی .
ښاغلی صدیقی د فرانسې د خلکو پراخو اعتراضونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل فرانسه چی د ایران پرضد د امریکا په دسیسه کې د واشنګټن شریکه ده پخپله بندون ته رسیدلی ده .
د انګلستان لومړۍ وزیره ترزامی د استیضاح له خطره بچ شوه .
ایران او پاکستان د ګډې پولې د امنیت د ساتلو تفاهم لیک لاسلیک کړ . د ایران او پاکستان چارواکو په زاهدان کې د ګډې پولې په دوه ویشتمه غونډه کې موافقه وکړه چی د پولو د ساتلو او همداراز د انسان او سونګو د قاچاق د مخنیوی لپاره له یوه بل سره ملګرتیا ولرلې شی .
په ګډو پولو کې د ترهه ګرو د تګ راتګ بندیز دواړو هیوادونو ترمینځ د موافقې یو بل مورد وو .
د ایران او ترکیې د اړیکو پراختیا د سیمې په ګټه ده . د اسلامي ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي په انقره کښې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په کتنه کښې، په نزدې راتلونکي کښې د دواړو هیوادونو د سټراټیجکې ملګرتیا د عالي شورا د پنځمې غونډې ترسره کیدو ته په اشارې سره وویل: ایران د یو ګاونډي، دوست او ورور هیواد په توګه له ترکیې سره د هراړخیزو اړیکو پراخولو ته چمتو دی .
د هندوستان د تر ټولو شتمن کس د لور د واده په دستورو کې چی سل میلیون ډالره لګښت پرې شوې ، د امریکا پخوانۍ خارجه وزیرې میرمن هیلری کلنټن هم ګډون کړی وو .
اطلاعات
د اروپا اتو هیوادونو یو ځل بیا له ایټمی موافقې ملاتړ وکړ .
یمنی ډلو په الحدیده او تعز کې د اوربند لپاره موافقه وکړه .
روسیه وایی د سوریې په جولان د اسراییلو حاکمیت نه منو ،
د وینزویلا ولسمشر مادورو ویلی دی امریکا د هغه د ترور پروګرام پلان کړی وو .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د رسندویو د کسانو لپاره د سپینې مانۍ د کریسمس جشن لغوه کړ .
د لبنان لومړی وزیر سعد حریری په یوه غیر منتظره اقدام کې د ایران پرضد د امریکا بایکاټونه وغندل .