خرازي: امريکايانو سعودي د جبې لوري ته بوتلۀ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79053-خرازي_امريکايانو_سعودي_د_جبې_لوري_ته_بوتلۀ
د ايران د بهرنيو تعلقاتو د سټراټيجکې شورا مشر وويل، امريکايانو سعودي د جبې لوري ته بوتلۀ او اوس رياض د هغوي لپاره په يو خدمتګار بدل شوے دے.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 20, 2018 02:16 Asia/Kabul
  • خرازي: امريکايانو سعودي د جبې لوري ته بوتلۀ

د ايران د بهرنيو تعلقاتو د سټراټيجکې شورا مشر وويل، امريکايانو سعودي د جبې لوري ته بوتلۀ او اوس رياض د هغوي لپاره په يو خدمتګار بدل شوے دے.

سيد کمال خرازي د لبنان له العهد خبري سائيټ سره په مرکه کښې د سعودي او امريکې د ملګرتيا په باره کښې وويل، امريکايانو د آل سعود رژيم مشران په جبه کښې وغورزول او د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په قول واشنګټن اوس د سعوديانو لشل غواړي.

د ايران د بهرنيو تعلقاتو د سټراټيجکې شورا مشر همدارنګ په يمن کښې د ډزبندۍ د ټينګښت په اړه د سوئيډن د غونډې له نتائجو څخه د ملاتړ او هرکلي په اعلانولو سره وويل، تهران د يمني ډلو د خبرو اترو له دوام څخه ملاتړ کوي. خرازي هيله څرګنده کړه، يمني – يمني خبرې اترې د يمن د ملت په ګټه دي.