د ایران د لیندۍ د ۲۹ نیټې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79064-د_ایران_د_لیندۍ_د_۲۹_نیټې_مطبوعات
امریکا د افغانستان ، یمن او سوریې په څنګ کې د خبریالانو لپاره شپږم خطرناک هیواد معرفی شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2018 09:14 Asia/Kabul
  • د ایران د لیندۍ د ۲۹ نیټې مطبوعات

امریکا د افغانستان ، یمن او سوریې په څنګ کې د خبریالانو لپاره شپږم خطرناک هیواد معرفی شو .

 

جمهوری اسلامی

 

نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو ترڅنګ  د فلسطین د معاملې د طرحې په اړه  امریکا ته د  اروپا د خبرداری په اړه یو مفصل راپور چاپ کړی دی . اتو اروپایی هیوادونو په یوه ګډه بیانیه کې امریکا ته خبرداری ورکړی  او ویلی یې دی د سولې  هغه هر ډول طرحه چی پکې د قدس د ګډې پلازمینې او د ۱۹۶۷ کال پولو په اساس د دوو هیوادونو د لارې چارې نړیوال معیارونه رعایت نشی ، په ماتې محکومه شی .

فایننشل ټایمز لیکی د ایران او سویټرزلینډ مالی کانل د پرانسال کیدا په درشل کې دې .

ټرمپ له سوریې د امریکایی عسکرو د ابرومندانه ویستلو لپاره هڅه کوی .

ترکیې د خاشقجی د قتل د عاملانو نوی انځورونه خپره کړل .

د صیهونیسټ رژیم لومړې وزیر نتانیاهو وایی امریکا په بایکاټ سره له ایران سره په جنګ بوخته ده .

د صیهونیسټ رژیم د راډیو چیف ایډیټر چاګی خوجی وویل عربستان او اسراییل په پټه خپل هدفونه پرمخ بیایی .

د بلجیم لومړی وزیر شارل میشل استعفا ورکړه .

د وېټيکن لپاره نوې رسوائي، اوۀ سوه امريکائي پادريان په ماشومانو په جنسي تېريو تورن شول .

موګرینی ویلی دی له جامعې ایټمی موافقې پرته له ایران سره خبرې سختې دی . د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست  دکمیشن مشرې میرمن فډریکا موګرینی ددې خبرې په کولو سره چې  جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  له ایران سره د رغنده  تعامل  لارې پرانیستی دی ، وویل ،  له نړیوالې ایټمی موافقې پرته به   د بیلابیلو موضوعګانو په باب له ایران سره خبرې اترې  سختې وی .

 میرمن موګرینی   داروپائی  اتحادئې  د  وسلو دنه خپریدا اوبندیز  په باب په کنفرانس کې  جامعې ایتمی موافقې  ته د دغې اتحادئې  پر پابندۍ  یو ځل بیا ټینګار وکړ او  دامریکایانو  په پلۀ د پل په کیښودو سره ئې ووئیل ،بروکسل غواړی  دایران په توغندوی پروګرام  هم غور وشی .

 داروپائی اتحادئې  دبهرنی سیاست  مسئولې زیاته کړې ،  دایران  دتوغندوی توان په باب  دخبرواترو لپاره باید نړیواله ایټمی موافقه وساتل شی .

اروپائی هیوادونو  له جامعې ایټمی موافقې  دامریکا له وتلو وروسته  ژمنه کړې ،  دایران  داقتصادی ګټو په تامینولو سره دغه موافقه ساتی .  دغو هیوادونو   دامریکا په وړاندې  د سیاسی اولفظی  دریدا سره سره ، تر دې دمه    د دغې نړیوالې ایتمی موافقې  د ساتلو لپاره   دورکړل شوو ژمنو  په عملی اقداماتو کې دپام وړ  کار نه دی  کړی ، چې  یو لړ اندیښنې ئې راپورته کړی دی . دایران اسلامی جمهوریت  لوړپوړو چارواکو په کرتو وئیلی دی  دایران دفاعی  پروګرامونه  دایران سره کرښه دی  او  دایران  ددفاعی اوتوغندوی پرورګامونو په باب له هیچا هیڅ ډول خبرې اترې نه کوی .

 

کیهان

 

ملګرو ملتو هم د اسراییلو رژیم ماشوم وژونکې وباله .

د ملګرو ملتو د بشری حقوقو په کمیتۍ کې د کویت استازی د سعودی عرب متحدانو ته په خطاب کې وویل له هغو التماسونو چی ریاض یې ایران ته کوی ، خبر نلرئ .

ګارډین لیکی د زیړو جیکټو غورځنګ  په درستې  اروپا کې شتون لری .

د امریکا په ۲۶ ایالتونو کې د د ګمارلو شرط له اسراییلو ته د وفادارۍ قسم خوړل دی .

داعش ترهه ګرې ډلې د سوریې  په ختیځ کې په تیرو دو میاشتو کې ۷۰۰ بندیان وژلی دی .

امریکا د افغانستان ، یمن او سوریې په څنګ کې د خبریالانو لپاره شپږم خطرناک هیواد معرفی شو .

د امریکا ولسمشر ټرمپ  په فضا کې د پوځی قوماندې د جوړولو د فرمان  په صادرولو سره په لټه کې دې چی فضا هم د امریکا د پوځی توب په ډګر بدله کړی .ورځپاڼۍ په دې هکله په یوه مفصل راپور کی لیکلی دی چی  په همدې لړ کې هغه د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس ته د دغه حکم  د ورکولو په ترڅ  کې له پینټاګون وغوښتل چی یو لوړ رتبه افسر  د هغه نوی یونټ د قوماندان په توګه چی په فضا کې به د دغه هیواد په ټولو پوځی فعالیتونو د څارنې ماموریت ولری ، وړاندیز کړی .

د دغه قوماندان دنده د فضایی ډاکټرین ، تاکتیکونو  ، فنونو او هغه بهیر پراختیا ده چی امریکایی عسکرو ته به اجازه ورکړی په فضا کې له دغه هیواد دفاع وکړی . نوې یونټ چی سپیس کان نوم ورته ورکړل شوی دی ، د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون یولسمه پوځی قومانده به وی . د امریکا ولسمشر ټرمپ د جون په ۱۸ نیټه اعلان وکړ چی پنټاګون ته یې د امریکا د وسله وال ځواک د یوې څانګې په توګه د فضایی ځواک د جوړولو حکم ورکړی دی . ټاکل شوی ده د امریکا فضایی ځواک د امریکا د مځکنی ، هوایی ، سمندری ، ساحلی ګارډ  او میرین ځواک په څنګ کې د امریکا د وسله وال ځواک شپږمه څانګه شی . د امریکا چارواکی په تیره بیا ټرمپ ادعا کوی چی په وروستیو کلونو کې د امریکاد دښمنانو له لوری فضایی ګواښونه زیات شوی دی او هغو هڅه کوی چی په فضا کې نوی جنګی وسلې ځای پر ځای کړی .

 

ټرمپ په داسې حال کی دا فرمان صادر کړی دی چی امریکا ، چین  او روسیې له کلونو مخکې په فضا د خپلې پوځی سلطې او قدرت د پیاوړتیا لپاره پراخې سیالۍ پیل کړی دی .

وال سټریټ ژورنال له سوریې د درستو امریکایی عسکرو د سملاسی وتلو خبر ورکړ .

 

اطلاعات

 

د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی ویلی دی امریکا د دې توان نلری چی له زرګونو کلومیټره لیرې د سیمې لپاره فیصله وکړی . ډاکټر حسن روحاني پرون مازيګر له تهرانه د انقرې لوري ته له روانېدو مخکې له خبريالانو سره په خبرو کښې وويل، د ايران په خلاف د امريکا د بائيکاټود دسيسې په وړاندې د ترکيې د حکومت دريځونه د نورو ګاونډيانو په شان پرېکنده او تاثير کونکي دريځونه دي.

روحاني چې د ايران او ترکيې د سټراټيجکې شورا په پينځمه غونډه کښې د شرکت لپاره د يو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍانقرې ته لاړ وويل، به دغه سفر کښې دوه اړخيزه سيمه ايز او نړيوال موضوعات او همدارنګه د انرجۍ، تېلو او ګېسو په زمينه کښې د تجارتي، اقتصادي او بانکي ملګرتياو بحثونه کيږي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، په دغه سفر کښې د ايران او ترکيې سوداګر د خصوصي برخې د شرکتونو په چوکاټ کښې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په شتون سره ګډه غونډه جوړوي.

ولسمشر روحاني د سيمې امنيت او له ترهه ګرۍ سره مبارزه د ايران او ترکيې د ملګرتيا يوه بله زمينه وبلله او وې ويل، دې ته په پام سره چې ترکيه د ايران په ختيځو او لويديځو پولو کښې د دېوال جوړولو په حال کښې ده د ژوند د چاپېريال مسائلو ته پاملرنه په  دغه سفر کښې له نورو مطرح کېدونکو موضوعاتو څخه ده.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر همدارنګه د سوريې د کړکیچ د اواري لپاره د ايران، ترکيې او روسيې درې اړخيزو خبرو اترو ته په اشارې سره وويل، ايران د سوريې د کړکیچ له پیل  راهسې د امنيت د ټينګښت،خپلو کورونو ته د سوري کډوالو د ستنېدو او د سوريې خلکو ته د دغه هېواد د برخليک د سپارلو غوښتونکی و و .

د نړۍ د کاتولیکانو مشر د کډوالو په وړاندې د لویدیځ په سیاستونو نیوکه وکړه .

ملګری ملتونه وایی اسراییل د فلسطینی ماشومانو په وژلو سره د نړیوالو قوانینو خلاف ورزی کوی . .

امریکا په ترکیې د پټریاټ توغندی د پلیټ فارم له خرڅولو سره موافقه وکړه .

د ملګرو ملتو عسکر د یمن په الحدیده کې د اوربند ضمانت پر غاړه اخلی .

 د الحشد الشعبی پخوانې مشر فالح الفیاض د عراق د ملی امنیت سلاکار شو .

د روسیې امنیت شورا وایی په افغانستان کې ۲۰ ترهه ګر ډلې فعالې دی .