د اسلامی ایران سرحدونه په کامل امنیت کښې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79266-د_اسلامی_ایران_سرحدونه_په_کامل_امنیت_کښې_دی
دایران داسلامی جمهوریت د پوځ دځمکنی ځواک قومندان برید جنرال «کیومرث حیدری» نن له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې له افغانستان سره په ګډو سرحدونو کښې دایران پوځیان دیره شوی دی وویل دغه دیره کیدل د ډیر امنیت د رامینځته کیدا په لړ کښې ترسره شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2018 10:27 Asia/Kabul
  • دایران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره ۹۴۵ کلومیټره ګډ سرحد لري .
    دایران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره ۹۴۵ کلومیټره ګډ سرحد لري .

دایران داسلامی جمهوریت د پوځ دځمکنی ځواک قومندان برید جنرال «کیومرث حیدری» نن له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې له افغانستان سره په ګډو سرحدونو کښې دایران پوځیان دیره شوی دی وویل دغه دیره کیدل د ډیر امنیت د رامینځته کیدا په لړ کښې ترسره شوی دی .

هغه وویل د ایران ټول سرحدونه په کامل امنیت کښې دی او دایران سرحدونو ته هیڅ ډول ګواښ نشته .

دایران د پوځ دځمکنی ځواک قومندان برید جنرال کیومرث حیدری ټینګار وکړ دایران داسلامی جمهوریت د پوځ عسکر د ټولو قواو د  مشر تر قومندنۍ لاندې د دښمنانو له ګواښونو سره دمقابلې لپاره بشپړه چمتووالی لری .

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز «محمد باقری »هم څه موده مخکې ویلی وو د ایران دپوځ ځمکنی ځواک له افغانستان سره د ایران دګډو سرحدونو د ساتلو مسولیت پرغاړه اخیستی دی .

محمد باقری وویل افغانستان له ځینو اندیښنو او ناامنیو سره مخ دی او  احتمال شته چې په ګډو سرحدونو کښې یوشمیر پیښې رامینځته شی  او  د ایران د پوځ دځمکنی ځواک په دیره کیدا سره هیله شته چې په سرحدونو کښې ډیر امنیت ټینګ شی .

دایران اسلامی جمهوریت له افغانستان سره ۹۴۵ کلومیټره ګډ سرحد لری .