دایران خلکو د مرغومې په ۹ دښمانانو ته سخت ځواب ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79268-دایران_خلکو_د_مرغومې_په_۹_دښمانانو_ته_سخت_ځواب_ورکړ
زمونږخبریال راپور راکړی د تهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد خاتمی دنن ورځې دجمعې لمانځه په خطبو کښې وویل دایران خلکو د ۱۳۸۸ هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په نهمه (۹) نیټه په خپل بصیرت سره د امریکا، د صهیونیسټ رژیم او د انقلاب ضد د ډلو دسیسې شنډې کړې او هغوې ته یې محکم ځواب ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2018 11:09 Asia/Kabul
  • د نړۍ عیسایان له مستکبرانو برائت اعلان کړي چې په دنیا کښې سوله او دوستۍ ټینګه شي .
    د نړۍ عیسایان له مستکبرانو برائت اعلان کړي چې په دنیا کښې سوله او دوستۍ ټینګه شي .

زمونږخبریال راپور راکړی د تهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد خاتمی دنن ورځې دجمعې لمانځه په خطبو کښې وویل دایران خلکو د ۱۳۸۸ هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په نهمه (۹) نیټه په خپل بصیرت سره د امریکا، د صهیونیسټ رژیم او د انقلاب ضد د ډلو دسیسې شنډې کړې او هغوې ته یې محکم ځواب ورکړ .

د ۱۳۸۸ هجری لمریز کال د مرغومی دمیاشتې نهمه (۹) چې د ۲۰۰۹ میلادی کال ددسمبر دیرشمه(۳۰) نیټه کیدله د ټولنې د جوړښت له ماتونکو څخه د برائت په اعلانولو کښې دایران د خلکو د میلیونی لاریون او  فتنه اچونکو عناصرو ته د پریکنده ځواب یادونه کوله کومو چې د ولسمشرۍ دلسم (۱۰)پړاو په انتخاباتو کښې د درغلۍ په پلمه غلطه لاره غوره کړی وه .

دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد خاتمی له سوریې دامریکا دعسکرو وتلو ته په اشارې سره وویل له سوریې د امریکا شاتګ ، د امریکا ددفاع وزیر جیمز ماټیس استعفا ورکول او په سوریې کښې د سیمې د ځینوعربو هیوادونو د سفارتونو له سره پرانیستل په سیمه کښې دامریکا دسیاستونو ماتی ده  .

ایت الله خاتمی عراق ته دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پټ سفر د امریکا د بې وسۍ او د ذلت اوج وباله او زیاته یې کړه دسیمې وروستی بدلونونه ددې ښودنه کوی چې مقاومت له مستکبرانو سره د مقابلې ترټولو ښه لاره ده .

دتهران دجمعې لمانځخه خطیب ایت الله سید احمد خاتمی دغه راز دیمن دبدلونونو په اړه هم وویل دیمن خلک په ډیر مظلومیت کښې دی او دنړۍ ازادی غواړی باید په یمن د تیریګرو هیوادونو دجنایتونو په وړاندې چپ پاتې نشی .

هغه د فرانسې حالاتو ته په اشارې سره وویل د لویدیځ لیبرال ډیموکراسۍ(Liberal democracy) د ځوړتیا په حال کښې ورغلی ده .

دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله خاتمی دغه راز د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې او دنوی میلادی کال د پیلیدا په مبارکۍ سره وویل د نړۍ عیسایان له مستکبرانو برائت اعلان کړی چې په دنیا کښې سوله او دوستۍ ټینګه شی .