د ایران د مرغومی د اتمې نیټې ځینې مطبوعات
د تهران د جمعې لمانځه خطیب وایی دایران خلکو د مرغومې په ۹ دښمانانو ته سخت ځواب ورکړ .
جمهوری اسلامی
د حضرت امام خمینی رح په حسینیه کې د اسلامی انقلاب په شتون سره د ایت ا... هاشمی شاهرودی د ترحیم دستورې ترسره شوې .
د ترکیې خارجه وزیر چاوش اوغلو وایی عربستان د خاشقجی د وژلې ځای ملګرې معرفی کړی .
عراق ته د ټرمپ د پټ سفر په غبرګون کې د عراق د پارلیمان استازیو له عراقه د امریکایی عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه .
بحرین او اماراتو له سوریې سره ډیپوماټیکی اړیکی له سره پیل کړې .
د عربستان د خارجه وزیر او څو وزیرانو په څنګته کولو سره په سعودی رژیم کې زلزله رامینځته شوی ده . ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کی لیکی چی دسعودی عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز په تیرې پنجشنبې ورځ په کابینې کښې د سمدستی بدلونونو حکم ورکړ . د سعودی عربستان دباچا د حکم پراساس« ابراهیم العساف »د خارجه وزیر «عادل الجبیر» ناستی شو او د« الجبیر» د مقام په ټیټیدا سره هغه په خارجه چارو کښې د سلاکار وزیر تشریقاتی څوکۍ پرغاړه واخیستله .
د سعودی عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز په کابینې کښې د پراخو بدلونونو په رامینځته کولو سربیره د ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ د هیواد د سیاسی او امنیتی شورا په جوړښت کښې د بیا کتنې حکم هم ورکړ .
د سعودی عربستان په کابینې کښې پراخ بدلونونه د ترهګرو سیاستونو دماتی د خوړلو او ددغه هیواد د واک په جوړښت باندې د خبریال جمال خاشقجی د وژلې د رسواۍ د اغیزونو او د ال سعود د یرغلیز بهرنی سیاست دناکامیو په معنا دی چې د نړیوالو رسنیو په سویه د ستر شورماشور درامینځته کیدا سبب شوی او دسعودی عربستان په سیمه ییز او نړیوال حالت یې مهم اغیز شیندلی هماغه ډول چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان اوس هم د خبریال خاشقجی د وژلې د کړکیچ له دباو څخه نه دی خلاص شوی .
په دغو شرایطو کښې د سعودی عربستان ال سعود رژیم په کابینې کښې د بدلونونو په راوستلو او د سیاسی شخصیتونو په بدلون رابدلون سره د مدیریت او د موجوده کړکیچ د کنټرولولو هڅه کوی او دسیاسی شخصیتونو د بدلولو د دغه نوی څپې په چوکاټ کښې دی چې خارجه وزیر «عادل الجبیر» له خپلې څوکۍ څخه لیرې کړی شوی او« ابراهیم العساف» دهغه ځای ناستی شوی دی .
ځینې سیاسی څارونکی د ولیعهد محمد بن سلمان د مخالفانو او سیالانو سوکه سوکه پیاوړی کیدا او له واک څخه د سلمان د یوشمیر نږدې کسانو او عواملو حذفیدا ته په پام سره په کابینې کښې دغه بدلونونه له بل هر شی زیات دسعودی عربستان په سیاسی جوړښت کښې د محمد بن سلمان د واک د کمیدا یوه نښه جاجوی ، خو ځینې سیاسی څارونکی بیا د سعودی عربستان په کابینې کښې د سیاسی بدلونونو نوی څپه یوه ډرامه او د محمد بن سلمان مخ ته د تښتیدا د سیاست دوام جاجوی ځکه چې ددغو مهندسی شویو بدلونونو هدف هم د خبریال جمال خاشقجی د وژلو له پلان څخه د ولیعهد محمد بن سلمان تبرئه کول او ددغه هیواد په سیاسی جوړښت کښې د محمد بن سلمان د سیاسی مقام او موقعیت ساتل او د هغه د مقام لوړول دی .
طالبانو امریکا ته ّپه خطاب کی ویلی دی چی د شوروی له برخلیک عبرت واخلی .
د امریکا حکومت چټی کیدا تر ۲۰۱۹ میلادی کاله دوام مومی .
ټرمپ ویلی دی امریکا د نړۍ پولیس نشی کیدلې .
کیهان
ټرمپ په سیمه کې په ماتې په اعتراف سره ویلی دی چی اوه ټریلیون ډالره مو لګښت کړې دې خو اوس باید عراق ته په پټه او تیاره کې سفر وکړ.
د انګلستان حکومتی چینل بی بی سی په یوه راپور کې ویلی دی چی ایران په ډګر کې پاتې شو او امریکا یې له سوریې د بهر کړه .
یوه امریکایی اونیزه فارن پالیسی لیکی چی امریکا تیروتنه کوی ایران او عراق ترمینځ بیلتون نشی اچولې .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب وایی دایران خلکو د مرغومې په ۹ دښمانانو ته سخت ځواب ورکړ . د تهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد خاتمی دنن ورځې دجمعې لمانځه په خطبو کښې وویل دایران خلکو د ۱۳۸۸ هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په نهمه نیټه په خپل بصیرت سره د امریکا، د صهیونیسټ رژیم او د انقلاب ضد د ډلو دسیسې شنډې کړې او هغوې ته یې محکم ځواب ورکړ . دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد خاتمی له سوریې دامریکا دعسکرو وتلو ته په اشارې سره وویل له سوریې د امریکا شاتګ ، د امریکا ددفاع وزیر جیمز ماټیس استعفا ورکول او په سوریې کښې د سیمې د ځینوعربو هیوادونو د سفارتونو له سره پرانیستل په سیمه کښې دامریکا دسیاستونو ماتی ده .
ایت الله خاتمی عراق ته دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پټ سفر د امریکا د بې وسۍ او د ذلت اوج وباله او زیاته یې کړه دسیمې وروستی بدلونونه ددې ښودنه کوی چې مقاومت له مستکبرانو سره د مقابلې ترټولو ښه لاره ده .
دتهران دجمعې لمانځخه خطیب ایت الله سید احمد خاتمی دغه راز دیمن دبدلونونو په اړه هم وویل دیمن خلک په ډیر مظلومیت کښې دی او دنړۍ ازادی غواړی باید په یمن د تیریګرو هیوادونو دجنایتونو په وړاندې چپ پاتې نشی .
هغه د فرانسې حالاتو ته په اشارې سره وویل د لویدیځ لیبرال ډیموکراسۍد ځوړتیا په حال کښې ورغلی ده .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله خاتمی دغه راز د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې او دنوی میلادی کال د پیلیدا په مبارکۍ سره وویل د نړۍ عیسایان له مستکبرانو برائت اعلان کړی چې په دنیا کښې سوله او دوستۍ ټینګه شی .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د سوریې په منبج ښار کښې د دغه هیواد د ملي بیرغ د رپول کیدو هرکلی وکړ .
په انډونیشیا کښې سونامي څلویښت زره کسان کډه په سر کړل .
اطلاعات
عراق ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ بټ سفر د بغداد د چارواکو غوسه راوپاروله .
په دمشق کی د عربی سفارتونو پرانسته د سوریې د خلکو او حاکمیت بریالیتوب دې .
د عراق په نجف اشرف کې ایت ا... شیخ عیسی قاسم له ایت ا... العظمی سیستانی سره تاریخی کتنه کړی ده .
نیویارک ټایمز لیکی امریکا د ۴۶۰۰ یمنی ملکیانو د وژلې مسوله ده .
په افغانستان کی د امریکایی عسکرو قوماندان جنرال سکاټ میلر وایی چی په افغانستان کې نه بریالی کیږو .
په فرانسې کښې دحکومت پرضد نورې مظاهرې کیږی . د فرانسې د زیړو جیکټونو د اعتراضیه غورځنګ یوه ویاند لاتیشا دووالوویل د مظاهرو اوم پړاو سبا د فرانسې په ښارونو کښې ترسره کیږی او په راتلونکو اونیو کښې به هم دغه اعتراضونه دوام ولری .
د فرانسې د زیړو جیکټونو د غورځنګ یوهاستازی بنجامین کاچی هم وویل که چیرې حکومت له خپلو دریځونو شاتګ کولو او د اعتراض کونکو د غوښتنو منلو ته تیار نشی دغه غورځنګ به تر راتلونکو څو اونیو پورې په عمومی پاڅون بدل شی .
د فرانسې د پلازمینې پاریس او دنورو ښارونو واټونه او سړکونه له تیرو څو اونیو راهسې د پولیسو او د اعتراض کونکو ترمینځ دتاوتریخجنو نښتو په ډګر بدل شوی دی .
د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون د حکومت په اقتصادی سیاستونو اعتراض کښې ناکرارۍ د تیرې نوامبر میاشتې له اولسمې نیټې راهسې پیل شوې او د جرمنی ، هالینډ او د بیلجیم په شمول د اروپا نورو هیوادونو ته هم د پراخیدا په حال کښې دی .
د فرانسې د پولیسو په تاوتریخجنو اقداماتو او ډزو کښې تراوسه لس کسان وژل شوی او په سلګونو نور ژوبل شوی او نیول شوی هم دی .
دامریکا حکومت به اوه ورځې نور هم چټی وی . دامریکا د فیډرال حکومت چټي کیدل هره اونۍ د هیواد داخلي ناخالص تولید ته یومیلیارډه او دوه سوه میلیونه ډالره تاوان رسوي .