په فارس خلیج کې دامریکاپوځی شتون تاؤتریخوالی پنځوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79289-په_فارس_خلیج_کې_دامریکاپوځی_شتون_تاؤتریخوالی_پنځوی
دایران خارجه وزیر همداراز وئیلی دی ، ایران به هیڅکله له امریکاسره په بیړنیو شرائطو کې خبرې اترې ونه کړی ، هغه لوری ، چې له خبرواترو تښتیدلی ، ایران نه ؤ،، امریکایان تر اتو میاشتو پورې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې یوه برخه وو، او له مونږسره ئې مذاکرات کول ، خو بیا له دغو خبرواترو لاس په سر شول او پخپله باید دخبرواترو میز ته کینی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 29, 2018 11:33 Asia/Kabul
  • په فارس خلیج کې دامریکاپوځی شتون تاؤتریخوالی پنځوی

دایران خارجه وزیر همداراز وئیلی دی ، ایران به هیڅکله له امریکاسره په بیړنیو شرائطو کې خبرې اترې ونه کړی ، هغه لوری ، چې له خبرواترو تښتیدلی ، ایران نه ؤ،، امریکایان تر اتو میاشتو پورې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې یوه برخه وو، او له مونږسره ئې مذاکرات کول ، خو بیا له دغو خبرواترو لاس په سر شول او پخپله باید دخبرواترو میز ته کینی .

 ایرناخبری آژانس راپورورکړ د  اسلامی ایران   خارجه وزیر محمد جوادظریف دچین له فونیکس خبری چینل سره  په خبرو کې  چې بیګا خپرې شوی ،  وئیلی دی ،   په فارس خلیج کې دایران دستروجنګی بیړیو شتون له دې زیات چې   کومې مثتبې  اغیزې ولری، په حقیقت کې تاؤتریخوالی او ترینګلتیاوې  رامینځةکوی او  هروخت  چې امریکایانو   په فارس خلیج کې خپل شتون  زیات کړی دی، دفارس خلیج درست هیوادونه ئې له خطرو سره مخامخ کړی دی .

  جواد ظریف زیاته کړې،ایران یو قدرتمند هیواد دی اوله خپلو ګټو دفاع کولی شی او دا سیمه ده چې   دامریکا  په شتون تاوان لیدلی شی  او لیرې ښکاری ، امریکایان  دایران د ګواښلو لپاره کوم شرائط ولرل شی .

 داسلامی ایران خارجه وزیر له سورئې دامریکائی پوځیانو د وتلو په باب هم ووئیل،مونږ تردې دمه نه پوهیږو چې  امریکایان څه پروګرام لری،هغه څه چې د  مونږ لپاره مهم دی ،دادی،چې په سیمې کې دامریکا سیاست  یو داسې خطرناک سیاست دی ، چې  باید  دغه سیاست بدل شی .

 دایران خارجه وزیر همداراز وئیلی دی،ایران به  هیڅکله  له امریکاسره په بیړنیو شرائطو کې خبرې اترې ونه کړی ،  هغه لوری،چې له خبرواترو تښتیدلی،ایران  نه ؤ،امریکایان  تر اتو میاشتو پورې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  یوه برخه وو، او له مونږسره ئې مذاکرات کول ،خو بیا له دغو خبرواترو لاس په سر شول  او  پخپله باید   دخبرواترو میز ته کینی .  دایران خارجه وزیر زیاته کړې،له چین سره د ایران  دلچسپی  کومه تکتیکی  او یا موقتی  نه ،بلکې  یوه سټراټژیکه دلچسپی ده  او چین  د ایران لپاره یو باؤر وړ  دوست  دی او   غواړو ، چې  چینیان دې ډاډمن ووسی .