ايران له فوځي او امنيتي ګواښونو تېر شوے دے
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومي قوماندان جنرل محمد علي جعفري په يوه وېنا کښې په دې باندې په تاکيد سره چې په نړۍ کښې د امريکې اقتدار مخ په زوال دے وويل، ايران له فوځي او امنيتي ګواښونو تېر شوے دے.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومي قوماندان دې ټکي ته په اشارې سره چې د امريکې زياتره سياستدانان او شناندي په سيمه کښې د ايران په قوت اعتراف کوي زياته کړه، امريکائيان حتی نور دا جرائت هم نه لري چې ووائي فوځي آپشن په مېز پروت دے.
جنرل جعفري همدارنګ د دې په بيانولو سره چې که د ايران د فوځي صلاحکارانو ترڅنګه د عراق او سوريې د خلقو مجاهدتونه نه وې نو په سيمه کښې به زيات مشکلات راپېدا شوي وو، واضحه کړه، د مقاومت، ټينګ اودرېدنې او مجاهدت نتيجه، په سوريې کښې د امريکې رسوا کونکې ماتې او له دغه هېواده د هغوي تېښته وه.
د داعش ماتې او له عراق او سوريې څخه د ترهه ګرو تېښته د دې حقيقت ښودنه کوي چې د امريکې د آمريت او نيابتي جنګ دوران مخ په زوال دے.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د نومبر د څلورمې په مناسبت د زرګونو زده کونکو او محصيلينو په کتنه کښې په نړۍ کښې د امريکې حالاتو ته په اشارې سره وفرمايل: په دنيا کښې د امريکې قوت، اقتدار او دبدبه مخ په زوال ده او نننۍ امريکه له څلوېښتو کلونو مخکېنۍ امريکې څخه زياته کمزورې ده.
د امريکې رول د سيمې او نړۍ په انډولو کښې د يو تخريبي او بحران جوړونکي بهير په توګه ثابت شوے دے او په دې حقيقت کښې هيڅ شک نشته. امريکې د القاعدې په جوړولو او په دوام کښې له داعش څخه په ملاتړ سره د اېشيا لويديځه سيمه د بحران او جنګ په مرکز بدله کړه او تقريباً يوه لسيزه يې سوريه او عراق په جنګ او ترهه ګرۍ کښې ښکېل وساتله خو اوس له زوال او ماتې سره مخامخه شوې ده او ايران له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ او د سيمې په ناامنه کولو تورنوي.
«دي بوسټون ګلوب» امريکائي ورځپانې څو ورځې مخکې د ترهه ګرۍ په وړاندې د واشنګټن په دوه رنګه سياست باندې په نيوکې سره له ترهه ګرۍ څخه د ايران د ملاتړ په اړه د امريکې او د هغې د ځينو لويديځو او عربو انډيوالانو تورلګونو ته اشاره وکړه او وې ليکل: «له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ د ايران د تورنولو وجه دا ده چې ايران په سيمه کښې د امريکې د سلطې لټونې او مداخلتونو مخالف دے، د ايران بس دغه ګناه ده.»
د ايران په خلاف تور لګونې په داسې حال کښې دي چې که د ايران مداخلت نه وې نن به داعش د سيمې په يوې لوئې برخې تسلط پېدا کړے ؤ. په حقيقت کښې پکار دي ووايو چې امريکه د ايران لخوا دفاعي سياست اندېښمنه کړې ده.
مشهور امريکائي نظريه پرداز نوام چامسکي د ايران په خلاف د امريکې د چارواکو د تور لګونو په اړه وائي:
«له داعش او نورو ترهه ګرو ډلو څخه ملاتړ د امريکې يوه اصول ماتونکې چاره ده، خو امريکه ايران په سيمه کښې د بې ثباتۍ په رامنځته کولو تورنوي.»
په سيمه کښې د ګواښونو او ترهه ګرۍ په وړاندې د ايران د اسلامي جمهوريت سياست شفاف او روښانه دے. ايران د سيمې د هېوادونو د تقسيم او تجزيې مخالف دے او همدارنګ په سيمه کښې د اغيارو له ګواښونو سره د مقابلې په ضرورت تاکيد کوي. په سيمه کښې روان بدلونونه هم ښودنه کوي چې د يو مثبت ردعمل څرګندونکي په توګه د سيمې په انډولونو کښې د ايران رول او د اسلامي جمهوريت اقتدار يو نه انکارېدونکے حقيقت دے.
د ايران د فوځ د زمکني ځواک قوماندان جنرل کيومرث حيدري پرون له ايرنا سره په مرکه کښې په دې اړه د ايران په فوځي توانمنۍ باندې په تاکيد سره وويل، د ايران د اسلامي جمهوريت فوځي ځواکونه د د ټولو قواؤ د معظم قوماندان تر قوماندانۍ لاندې د دښمنانو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره چمتو دي.
------