د ایران د مرغومې د نهمې نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79310-د_ایران_د_مرغومې_د_نهمې_نیټې_ځینې_مطبوعات
د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف ویلی دی امریکایان د ایران د ګواښلو په شرایطو کې ندی او هیڅ وخت به په بیړنیو شرایطو کې له امریکا سره خبرې ونکړو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2018 08:22 Asia/Kabul
  • د ایران د مرغومې د نهمې نیټې ځینې مطبوعات

د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف ویلی دی امریکایان د ایران د ګواښلو په شرایطو کې ندی او هیڅ وخت به په بیړنیو شرایطو کې له امریکا سره خبرې ونکړو .

 

اطلاعات

 

د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف ویلی دی امریکایان د ایران د ګواښلو په شرایطو کې ندی او هیڅ وخت به  په بیړنیو شرایطو کې له امریکا سره خبرې ونکړو .

اکونومیسټ لیکی د امریکا سلطه مخ په ځوړتیا ده  .

لاوروف ویلی دی په سورئې کې له ترهه ګرۍسره دمقابلې لپاره غږملتیانوره هم زیاتیږی

بنګله دیش د روهینګیا ګډوالو د ستنیدو په ضرورت ټینګار لري

د بحرین دبشری حقوقو  فعالانو اومسئولانو له له سیاسی بندیانو سره  د آل خلیفه ریم  دمامورانو  غیر انسانی اوځیږ  چلندونه  په کلکه محکوم کړی   دبحرین د ۳۳ سیاسی فعالانو دپانسۍ  دحکم دلغوه کولو غوښتنه ئې کړې ده

دایران او پاکستان اړیکې مخ په پراختیا دی . په ایران کې دپاکستان سفیرې میرمن  رفعت مسعود  د ایران  په زاهدان کې د سیستان  او بلوچستان له والی  احمد علی موهبتی سره په کتنې کې  وئیلی دی ، دایران او پاکستان  اوسنی حکومتونه   ډیره  ګروهنه لری ، چې  په ټولو زمینو  کې له یوه بل سره  کار وکړی  او  دا دی اوس   د دغو غوښتنو  دعملی کولو وخت رارسیدلی دی

 

کیهان

 

دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د مرغومې د نهمې نیټې په حماسې کې د خلکو د پراخ ګډون یو انځور چاپ کړې دې او لیکلی یې دی چی د مرغومې نهمه هغه ورځ چی خلکو د امریکایی ، اسراییلی فتنې سترګه ړنده کړه .

 

ښاغلی ظریف ویلی دی اسلامی ایران به تل دفلسطین له آئیډیال ملاتړ وکړی . داسلامی ایران خارجه وزیر  محمد جواد ظریف  پرون مازدیګر  په تهران کې د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ  له عمومی منشی  زیاد النخاله سره په  کتنې کې  وئیلی دی،  له فلسطینه ملاتړ  دایران داسلامی  جمهوریت  دبهرنی سیاست  یو  اساسی  اصل دی .

 

  هغه وئیلی   اسلامی ایران به تل د فلسطین دمظلوم ولس ترڅنګ ولاړ وی  او دهغوی له آئیډیاؤ به ملاتړ وکړی .

 دفلسطین د اسلامی  جهاد غورخڼګ   عمومی منشی  زیاد النحاله هم په دِې کتنې کې  دفلسطین له مظلوم ولس څخه د ایران ملاتړونو  په قدرونې سره  ووئیل  ، ایران  د  فلسطین  له ائیډیال  یو حقیقی ملاتړی   هیواد دی .

 هغه   مقاومت د تاوان رسولو لپاره  دځینو عربی اولویدیځی  هیوادونو هڅې ته په  اشارې سره  روښانه کړې ، دفلسطین ولس  له تر وخته لازیاته کلک هوډ کړی ،څو  تر بشپړ بریالیتوب پورې به  خپلې  لارې ته دوام ورکړ ی.

  دفلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ  عمومی منشی  ددې خبرې په کولو سره چې  مقاومت دتیر وخت په  پرتله کې   دتیریګرو په  وړاندې  له لازیاتو توانمنیو او ظرفیَته برخمن شوی دی ، ووئیل ؛ د دغو توانمنیو  نتیجه  د بیرته ستنیدا دحق  نومې په لاریون  اود غه راز د صهونیسټ رژیم  د وروستیو یرغلونو په ماتې کې  نوره هم ځلیدلې ده .

 

له سوریې د امریکا وتلو ټرمپ ، سی ای اې او پنټاګون ترمینځ درز رامینځته کړ .

د پاکستان پخوانې لومړې وزیر نواز شریف د زندان د ساتونکیو د کوټې صفا کولو ته مجبوره شو .

د امریکا نیویارک ټایمز لیکی د سوډان بې وزله ماشومان په یمن کې د سعودی ایتلاف د جنګ لومړنۍ کرښه  جوړوی .