په نړۍ کې د زبرځواکۍ وهم او خیال ډیرکم شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79418-په_نړۍ_کې_د_زبرځواکۍ_وهم_او_خیال_ډیرکم_شوی_دی
جواد ظریف دایران په اسلامی جمهوریت کې د قدرت اساس ولس وبالۀ او وې وئیل،د ایران د اسلامی جمهوریت تر ټولو ستر ویاړ دا دی چې یو هیواد هم له ایران سره دمرستې او ملاتړ ادعا نشی کولی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 03, 2019 11:51 Asia/Kabul
  • په نړۍ کې د زبرځواکۍ وهم او خیال ډیرکم شوی دی

جواد ظریف دایران په اسلامی جمهوریت کې د قدرت اساس ولس وبالۀ او وې وئیل،د ایران د اسلامی جمهوریت تر ټولو ستر ویاړ دا دی چې یو هیواد هم له ایران سره دمرستې او ملاتړ ادعا نشی کولی .

دایران  د ا سلامی جمهوریت  خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن  دایران  دشمال ختیځ مشهد سپیڅلی ښار کې  په یولړڅرګندونو کې  دسورئې او دمینځنی ختیځ بدلونونو ته په اشارې سره وئیلی دی ،  دایران ،ترکیې او روسیې  له خوا دپه سورئې کې  د اوور بند  ټینګیدو لپاره  دآستانې  دغونډې له جوړیدا  له دوو  کلونو جوړیدا وروسته ، دغه موافقه  په  سورئې کې  د تاؤتریخوالی دکمیدا لامل  شوی ده .

 دایران خارجه وزیر  ددې خبرې په کولو سره ،  چې   دتیریګرو دماتې لپاره  مقاومت ضروری اونه انکاریدونکی دی ،روښانه کړې ،  کله صهونیسټ رژیم  په لبنان اوغزې  تیری کوی ، او یا صدام دیکتاتور  په ایران حمله کوی ،دا د ولس مقاومت دی ، چې  دتیریګرو د شړلو  لامل کیږی .

 جواد ظریف  دایران  په اسلامی جمهوریت کې د قدرت اساس  ولس وبالۀ او وې وئیل ،   دایران داسلامی جمهوریت تر ټولو ستر ویاړ  دا دی چې  یو هیواد هم   له ایران سره دمرستې  او  ملاتړ ادعا نشی کولی .

 دایران خارجه وزیرزیاته کړې،دایران داسلامی جمهوریت،خپلواکی ، امنیت،صنعتی پرمختګ،اقتصاد،اعتبار  او رواوالی درست داخلی بنه لری ،خکه  دښمنانو په تیرو څلویښتو کلونو کې  ایران ته هیڅ تاوان نه دی رسول شوی .