قاسمي: ايران د سيمې له هېوادونو سره د تعلقاتو پراختيا غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79442-قاسمي_ايران_د_سيمې_له_هېوادونو_سره_د_تعلقاتو_پراختيا_غواړي
د ايران د خارجه وزارت وياند وويل، د ايران اسلامي جمهوريت له ګاونډيانو نه علاوه د سيمې له ټولو چاپېره هېوادونو سره د ملګرتيا او تعلقاتو د پراختيا او د اختلافاتو د کمولو لپاره ملګرتيا کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2019 12:24 Asia/Kabul
  • قاسمي: ايران د سيمې له هېوادونو سره د تعلقاتو پراختيا غواړي

د ايران د خارجه وزارت وياند وويل، د ايران اسلامي جمهوريت له ګاونډيانو نه علاوه د سيمې له ټولو چاپېره هېوادونو سره د ملګرتيا او تعلقاتو د پراختيا او د اختلافاتو د کمولو لپاره ملګرتيا کوي.

بهرام قاسمي زمونږ له خبريال سره په خصوصي مرکه کښې د سيمې هېوادونو ته د ايران د خارجه وزير راتلونکو سفرونو ته په اشارې سره وويل، ګاونډيانو او د سيمې هېوادونو ته د ايران نظر تل په سيمه کښې د پائېدار امنيت، صلحې او ثبات لپاره له کوششونو او ګډ صلح ايز ژوند کولو سره مل يو مثبت نظر دے.

قاسمي د دې په بيانولو سره چې د سيمه ايزو مسائلو په زمينه کښې د ايران کارنامه ډېره ځلانده ده واضحه کړه، ايران د عراق، سوريې او حتی يمن په شان هېوادونو کښې د ثبات او امنيت د راوستلو او دغو هېوادونو ته د ارامښت په ستنولو کښې زياتې هلې ځلې کړې او کوي يې.

قاسمي دا خبره په ګوته کړه چې د سوريې حالت داسې دےچې ټول د ايران د پينځو يا شپږ کالو مخکې دريځونو ته چې زياترو پرې باور نه لرۀ راستانۀ شوي دي او نن د سوريې د مسئلې او د ترهه ګرۍ د حقيقت په اړه د هېوادونو په دريځونو کښې بيا نظر کتنه کيږي.

د ايران د خارجه وزارت د وياند د وېنا له مخې د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف به په راتلونکو ورځو کښې د هر اړخيزو ملګرتياو د پراختيا لپاره هند او بيا عراق ته سفر وکړي.