د ایران په چابهار بندر کښې تجارتي عملیات پیل شول
Jan 08, 2019 04:14 Asia/Kabul
د هندوستان د بیړۍ چلونې وزارت د ایران په چابهار بندر کښې د سوداګري عملیاتو د پيلیدو خبر ورکړ.
د ایرنا په لیکنه، د هندوستان د بیړۍ چلونې وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل: سر له نن څخه مو د ایران په چابهار بندر کښې خپل تجارتي عملیات په رسمی توګه پیل کړي دي.
په دغه بیانیه کښې راغلي دي: د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په ۲۴ نیټه د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کښې د چابهار د درې اړخیزې موافقې د غونډې له مخې د هند حکومت د چابهار د شهید بهشتي بندر د یوې برخې د جوړولو عملیات په غاړه اخیستې دي.
له دې مخکښې د ایران، هندوستان او افغانستان استازو په چابهار کښې د هند د بندرونو د آزادې سیمې د دفتر پرانیسته کړې وه.
ټیګونه