د ایران او هندوستان اقتصادونه د یو بل بشپړونکي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79558-د_ایران_او_هندوستان_اقتصادونه_د_یو_بل_بشپړونکي_دي
د ایران خارجه وزیر د تهران او نوي ډیلي اقتصاد د یو بل بشپړونکي وبلل او د دواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیا پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2019 08:18 Asia/Kabul
  • د ایران او هندوستان اقتصادونه د یو بل بشپړونکي دي

د ایران خارجه وزیر د تهران او نوي ډیلي اقتصاد د یو بل بشپړونکي وبلل او د دواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیا پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د هند این، ای، آيي خبري آژانس ته په مرکه کښې، په دې خبرې سره چې تهران د ایران د تیلو، ګیس او پټروکیمیکل برخو کښې د نوي ډیلي د پانګونې هرکلی کوي، هیله څرګنده کړه چې د امریکې له ټولو غیرقانوني بندیزونو سره سره هند او ایران د خپلو او د سیمو د خلکو د ګټو د تامینولو لپاره په خپلو کښې ملګرتیا وکړی شي.

ظریف د ایران او هندوستان ترمینځ د بانکي ملګرتیا په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: د ایران پاسارګاد او د هندوستان یوکو نومې بانکونه له یوبل سره د سوداګري اړیکو د پیلولو په حال کښې دي.

د ویلو ده چې د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د رایسینا په نوم کلیز نړیوال کانفرنس کښې د ګډون لپاره هند ته په سفر تللی دی.