دایران دمرغومی د ۱۹ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79560-دایران_دمرغومی_د_۱۹_نیټې_ځینې_مطبوعات
د اسلامی ایران خارجه وزیر د هند او ایران په اقتصادی غونډه کې ویلی دی چی د اروپا په تمه نه پاتی کیږو ، له ختیځ سره پراخ تعامل ته چمتو یو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2019 08:59 Asia/Kabul
  • دایران دمرغومی د ۱۹ نیټې ځینې مطبوعات

د اسلامی ایران خارجه وزیر د هند او ایران په اقتصادی غونډه کې ویلی دی چی د اروپا په تمه نه پاتی کیږو ، له ختیځ سره پراخ تعامل ته چمتو یو

 

مردم سالاری

 

د اسلامی ایران خارجه وزیرښاغلی محمد جواد ظریف ویلی دی چی د اروپا په تمه نه پاتې کیږو . داسلامی ایران خارجه وزیر  محمد جواد ظریف  په نوی ډیلی کې دخبریالانو  په ټول کې  له ایران سره داروپا  دمالی لاروچارو( ایس پی وی ) په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې  زیاته کړې ،تهران   له اروپا سره دا یس پی وی  نظام  په باب ملګرتیا ته دوام ورکوی ، خو  داروپا  په تمه  نه پاتیکیږی .

  جواد ظریف روښانه کړې ، اروپایانو هڅه کړې څو ایران  دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  له ګټو برخمن شی ،خو  د انتظار ترحده ئې  پرمختګ ونه کړائ شو.

 دایران خارجه وزیر   چې  په یوه رسمی سفر هندوستان ته تللی ،   د هندوستان  دټرانسپورتی  او کشتیو چلونې  دچارو له وزیر  نیتین ګادکاری سره  ئې هم لیده کاته کړی دی .

 هغه همداراز  دسیمه ایزو او نړیوالو  بهیرونو اووروستیو بدلو نونو په باب  دهندی شخصیتونو اومفکرانو په ټول کې  وینا کړې او  دغه راز ئې د ګډون کونکو پوښتنو ته ئې ځوابونه ورکړل . دایران خارجه وزیر د رائیسینا  خبرواترو په نړیوال کنفرانس کې  دګډون لپاره پرون هندوستان ته په سفر تللی دی .

د امریکا پخوانی ولسمشر اوباما ویلی دی د امریکا مشری تازه وینې ته اړتیا لری .

ترکیې د سوریې د کردانو په معامله کې واشنګټن نه وویل .

د نړیوال بانک مشر جیم یونګ کیم ناڅاپی استعفا ورکړه .

د فرانسې حکومت د زیړو جیکټونو د غورځنګ د ځپلو لپاره پلان جوړوی .

 

اطلاعات

د اسلامی ایران خارجه وزیر د هند او ایران په اقتصادی غونډه کې ویلی دی چی د اروپا په تمه نه پاتی کیږو ، له ختیځ سره پراخ تعامل ته چمتو یو .

د سعودی الحیات ورځپاڼه لیکی چی ایران د سوریې په جنګ کې بریالې شو .

دسیمې دامنیت په تامینیداکې د ایران دسمندری ځواک رول ډیرمهم دی . د پآکستان دسمندری ځواک قوماندان  امیر البحر  محمد سالم    په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی ،   په هند سمندر کې د سیمې دهیوادونو په شتون سره  دسیمې د سمندری ځواکونو  ګزمې  ترسره کیږی ، او   په دغو  ګزمو کې داسلامی ایران  رول د سیمې د امنیت دتامینیدا لپاره ډیر مهم دی .

 امیر البحرمحمد سالم په خیبرجنګی بیړۍ کې چې په ایران کې د پاکستان د سفیر اوپوځی اتاشی، د آسټریلیاد سفیر، د جرمنی ، ترکیې

  او انګلستان د مرستیال سفیرانو  او پوځی اتاشی  په شتون سره ترسره شوی ، زیاته کړې ،سمندری ګزمې  توانیدلی دی ، دسیمې امنیت او  په هندسمندر کې   د واقع  مواصلاتی  کرښې  تامین کړی .

 محمد سالم وئیلی دی،دپاکستان حکومت او پوځ په سیمې کې  د امنیت په لوړتیا اعتقاد لری او ددغې موخې  لپاره دپاکستان  سمندری ځواک   په  هند سمندر کې له سمندری  غلو سره  دمبارزې لپاره  دوامدار شتون لری .

   د پاکستان د  کشتیو د  ډلې قوماندان همداراز  د پاکستان او اسلامی ایران  داړیکو تاریخی او مخکینیو  ریښو  ته په اشارې سره  زیاته کړې ،په تیرو څو کلونو  کې  ددواړو هیوادنو دځواکونو ترمینځ   په ایران کې له بندرعباس او  په پاکستان کې  له کراچۍ بندره  بیلابیلې لیدنې شوی دی .

 د خیبر بیړۍ  په قوماندانۍ د ژوب دساحلی ګارډ بیړۍ، مرستندویه بیړۍ  او دغه راز د بادبانۍ  په روزنیزې بیړۍ مشتمل دپاکستان ددوستۍ اوسولې نومې دبیړیو ډله د یکشنبې په ورځې په بندرعباس کې دایران اسلامی جمهوریت دپوځ دسمندری ځواک  په امامت یو سیمې کې  دیره شوی ده.  

لبنان وایی له اسراییلو سره هر احتمالی جنګ ته چمتو یو .

 

ګارډین ورځپاڼه په یوه مقاله کې لیکلی دی چی په ۲۰۰۸ میلادی کال کی په غزې د اسراییلو حمله ترهه ګره وه .

د نړۍ د کاتولیکانو مذهبی مشر د دریم نړیوال جنګ د خطر په اړه خبردارې ورکړ .

د فرانسې لومړی وزیر ویلی دی چی له مظاهرو سره  له مجوزه پرته مقابله کوو .

 وال سټریټ ژورنال لیکی چی پمپیو د نتانیاهو او بن سلمان د کتنې زمینه جوړوی .

د افغانستان په کنړ کې د داعش او طالبانو ترمینځ سخته نښته شوی ده  .

د عربستان ولیعهد له اماراتو وروسته پاکستان ته ورځی .

د شمالی کوریا مشر په ځانګړی اورګادی کې چین ته لاړ .

 

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په ټولو ډګرونو کښې ثابته کړې ده چې پر دښمن غلبه کوي. جنرال رمضان شریف په یوه وینا کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په دفاعي تجهیزاتو کښې هیڅ کمی نه لري او د دښمنانو له ګواښونو سره مقابلې ته چمتو دی.

جنرال شریف همداشان د ایران اسلامي جمهوریت د زیانمولو لپاره د دښمنانو دسیسو ته په اشارې سره وویل: د ایران ولس به د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د لارښوونو په پيروی سره د مستکبرانو د فتنو په وړاندې بریالی شي.

دمقاومت لاره او زیار د سیمې دهیوادونو د ژغورنې لاره ده . د ایران دملی دفاع لوړپوهنتون مشر  همداراز دافغانستان  په باب  هم وئیلی دی ، ایران  تل  دافغانستان دمسئلو اهتمام کړی  ،ددې په ترڅ کې  چې  دافغانستان د مشکلاتو د حل  دمشکلاتو نښې نښانې  لیدل کیږی  او ایران هم  د دغه هیواد دیوه ګاونډی هیواد په توګه هڅه کوی ، دغه مشکلات ختم کړی دی .

دعراق په الانبار ولایت کې د الحشد الشعبی دعملیاتو قوماندان قاسم مصلح وئیلی دی ، په الانبار اوصلاح ا لدین ولایتونو کې د امریکا دنوو مرکزونو دجوړیدا په باب خبرونه رارسیږی چې دعراق دملی حاکمیّت خلاف ورزی حسابیږی او امریکائی پوځ باید له دغه هیواده پښې سپکې کړی .