د ایران او هندوستان خارجه وزیرانو په ډیلي کښې ملاقات وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79564-د_ایران_او_هندوستان_خارجه_وزیرانو_په_ډیلي_کښې_ملاقات_وکړ
د ایران او هندوستان د بهرنیو چارو وزیرانو په نوي ډیلي کښې په خپل ملاقات کښې د مختلفو دوه اړخیزو مسائلو او د سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاؤ په هکله خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2019 11:58 Asia/Kabul
  • د ایران او هندوستان خارجه وزیرانو په ډیلي کښې ملاقات وکړ

د ایران او هندوستان د بهرنیو چارو وزیرانو په نوي ډیلي کښې په خپل ملاقات کښې د مختلفو دوه اړخیزو مسائلو او د سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاؤ په هکله خبرې اترې وکړې.

د ایران او هندوستان د بهرنیو چارو وزیرانو په نوي ډیلي کښې په خپل ملاقات کښې د مختلفو دوه اړخیزو مسائلو او د سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاؤ په هکله خبرې اترې وکړې.

محمد جواد ظریف چې نوي ډیلي ته یې سفر کړی، نن د هندوستان له خارجه وزیرې میرمن سُشما سوارج سره په کتنه کښې، د اقتصادي، بانکي، پټروکیمیکل، تیلو او انرجۍ او ټرانسپورټ د برخو په شمول د دواړه اړخیزو اړیکو په مختلفو اړخونو د نظر تبادله وکړه.

د ایټمي موافقې او د افغانستان د حالاتو په شمول سیمه ایز او نړیوال مسائل د ایران او هندوستان د خارجه وزیرانو د خبرواترو یو بل چورلیز و.