دافغانستان راتلونکی د هیواد خلک مشخص کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79571-دافغانستان_راتلونکی_د_هیواد_خلک_مشخص_کوی
زمونږ خبریال وایی د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د هندوستان له این ډی ټی وی چینل سره په مرکه کښې وویل دافغانستان راتلونکی او په دغه هیواد کښې د طالبانو ډلې رول دافغانستان خلک ټاکی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2019 01:24 Asia/Kabul
  • جواد ظریف دغه راز له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په زمینه کښې له پاکستان سره د ملګرتیا لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ .
    جواد ظریف دغه راز له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په زمینه کښې له پاکستان سره د ملګرتیا لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ .

زمونږ خبریال وایی د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د هندوستان له این ډی ټی وی چینل سره په مرکه کښې وویل دافغانستان راتلونکی او په دغه هیواد کښې د طالبانو ډلې رول دافغانستان خلک ټاکی .

هغه وویل دافغانستان خلک باید فیصله وکړی چې د طالبانو ډله دهیواد په راتلونکی کښې څه رول ولری په دې سربیره چې دافغانستان ګاونډیان هم په دغه هیواد د طالبانو د بشپړه سلطې غوښتونکی نه دی .

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف زیاته کړه دسیمې هیڅ هیواد دغه باور نلری چې په افغانستان دطالبانو ډلې سلطه به د سیمې د امنیت سبب شی .

هغه په افغانستان کښې د سولې د ټینګیدا په بهیر کښې د پاکستان د رول په اړه هم وویل پاکستان کوشش کوی د افغانستان په سولې کښې مثبت رول ولوبوی او اسلام اباد ګروهنه نلری په افغانستان سرزوری او تند لاری ډلې سلطه ولری .

جواد ظریف دغه راز له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په زمینه کښې له پاکستان سره د ملګرتیا لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ .