د مرغومې د ۲۰ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79583-د_مرغومې_د_۲۰_نیټې_ځینې_مطبوعات
د رهبرۍ ستر مقام د قم د زرګونو خلکو په ټول کی وویل ملت او مسولان بایکاټونه د ستر شیطان لپاره په بې مخینې ماتې بدل کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2019 08:34 Asia/Kabul
  • د مرغومې د ۲۰ نیټې ځینې مطبوعات

د رهبرۍ ستر مقام د قم د زرګونو خلکو په ټول کی وویل ملت او مسولان بایکاټونه د ستر شیطان لپاره په بې مخینې ماتې بدل کړی .

جمهوری اسلامی

د ایران د درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم  دقم په سپیڅلی ښار کې د رهبرۍ د ستر مقام ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی او په دې اړه یې یومفصل راپور چاپ کړی  دی .د رهبرۍ ستر مقام وفرمایل د ایران ولس به امریکې ته تاریخي ماتې ورکړي . د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د ۱۳۵۶ کال د مرغوي په نولسمه نیټه د قم د خلکو د تاریخ جوړونکي پاڅون د کلیزې په موقع، د دغه ښار د زرګونو خلکو په کتنه کښې زیاته کړه: د امریکې او د ایران د ولس د مقابلې جرړه او اصلي مسئله، د حق او باطل تاریخي او ذاتي مسئله ده ځکه چې استکبار او استعمار د ولسونو په وینې پايي او اسلامي انقلاب د دې څرګند ظلم په وړاندې ولاړ دی او د ولسونو د بیدارولو کوشش هم کوي.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي په ګڼو هیوادونو کښې د (مړه دې وي امریکا) غږ اوریدل بې مخینې او د ایران د بریا یوه نښه وبلله او څرګنده یې کړه: استکبار هڅه کوي چې ولسونه له ایرانه په ویرونې، له اسلامه په ویرونې یا له شیعه و په ویرونې سره ګمراه کړي خو ولسونو ذاتاً له اسلامي ایران سره دښمني نه لري او هر ځاې چې حقیقت څرګند او روښانه شي، ورڅخه ملاتړ کوي.

دوي په اروپا او امریکا کښې د ځینو پیښو رامینځته کیدل په لویدیځ تمدن کښې د ځینو معنوي نیمګړتیاوو د خطرناکو پایلو د راڅرګندیدو نښه وبلله او زیاته یې کړه: بل لوري ته دیني ولسواکي او د اسلامي تمدن په لور خوځښت د دنیا د ماډرن امکاناتو او اوزارو په کارولو سره دوام لري او دا حقیقت په مستکبرانو رعب اچوي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر همداشان وویل چې له ایران سره د نړۍ د ظالمانو د دښمنۍ اصلي وجه د اسلامي انقلاب د ستر حرکت ماهیت او حقیقت، د ولس شجاعت او سرشیندنه او د اسلامي انقلاب په اصولو باندې د نظام بشپړه او دوامداره پایبندي وبلله او زیاته یې کړه چې که د خدای په فضل دا خوځښت د خپل نظر وړ پایلو ته ورسیږي نو د لویدیځ استکبار او استعمار ټغر ټولوي.

دوي تر ننه پورې د امریکې د محاسباتي نظام د کمزورۍ دوام یو حقیقت وباله او څرګنده یې کړه: ځیني امریکايي چارواکي داسې څرګندوي چې ګني لیوني دي، البته زه دا نه منم خو په حقیقت کښې (اوله درجه کم عقل) دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ځینو لویدیځوالو نااړونده خبرې د جوکرانوJokers  خبرو ته ورته وبللې او زیاته یې کړه: هغوي ایران ته سپارښتنه کوي چې بشري حقوق له سعودیانو زده کړي، نو آیا دا خبره د یو جوکر او ټوقمار خبره نه ده؟

د امریکا سنا د ایران پرضد د نوی بایکاټ لایحه تایید نکړه .

د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا یوه غړی وویل ټرمپ به ډیر ژر ایټمی موافقې ته ستون شی .

اطلاعات

د رهبرۍ ستر مقام د قم د زرګونو خلکو په ټول کی وویل ملت او مسولان بایکاټونه د ستر شیطان لپاره په بې مخینې ماتې بدل کړی .

د صیهونیسټ رژیم خارجه وزارت ویلی دی د عربی هیوادونو پلاوی په پټه اسراییلو ته سفرونه کوی .

 انکارا له سوریې د امریکا په وتلو د ایران ، ترکیې او روسیې د څارنې غوښتنه وکړه .

بل ګیټس په پاکستان کې د پانګونې غوښتنه وکړه .

د سپینې ماڼۍ مقاماتو له افغانستانه د امریکایی عسکرو وتل تایید کړل .

نړیوال بانک وایی په ۲۰۱۹ میلادی کال کی به د نړۍ اقتصاد بحرانی وی .

د ملګرو ملتو سرمنشی ګوترش له امنیت شورا د یمن په الحدیده کې د سوله ساتو ځواکونو د ځای پر ځای کولو غوښتنه وکړه .