واعظي: له ايرانه د ويرونې امريکائي سياست خريدار نه لري
د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د دفتر مشر وويل: له ايرانه د ويرونې امريکائي سياست چې د مرګونې وسلو د لا زياتې خرڅولو او د سيمې د هېوادونو په چارو باندې د صهيونېسټ رژيم مسلط کولو په هدف سره تعقيبيږي، خريدار نه لري.
محمود واعظي پرون له ايرنا سره په مرکه کښې وويل: د سيمې خلق ښۀ پوهيږي چې اختلافات او غلط فهمۍ له ګاونډيانو سره د خبرو اترو له لارې هوارېدې شي او نور هغه هېوادونه چې له زرګونو کيلوميټرو لرې څخه د اېشيا لويديځ ته راځي يوازې د تفرقې اچونې او د خپلو ناروا ګټو حاصلولو په تکل کښې دي.
واعظي له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ د ايران د تورنوولو په وجه په ځينو اروپائي هېوادونو باندې په نيوکې سره تاکيد وکړ: اروپا پکار دي دا خبره هېره نه کړي چې ايران په عراق او سوريې کښې له داعشي ترهه ګرۍ سره مبارزه وکړه.
د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د دفتر مشر واضحه کړه: اروپا د ترهه ګرو امن ځاے دے او په تېرو څلوېښتو کلونو کښې يې د مختلفو ملاتړونو په کولو سره په ايران کښې د ترهه ګريزو اقداماتو د ترسره کولو لپاره د دغو ډلو د فعاليت زمينه برابره کړې ده.
واعظي د اېس پي وي په نامه د ايران او اروپا ترمېنځ د مالي لارې چارې په اړه هم وويل: په دې زمينه کښې له حده زياته کوتاهي هيڅ توجيه نه لري او ايران له اروپا دا اميد لري چې له برجامه ملاتړ او د امريکې له بائيکاټونو سره مخالفت دې په عملي اقدام بدل کړي او د برجام په چوکاټ کښې دې خپلې ژمنې پوره کړي.
هغۀ زياته کړه، ايران همدا اوس د چين، روسيې، هند او ګاونډيانو په شمول له مختلفو هېوادونو سره ډېر ښه سياسي او اقتصادي تعلقات او معاملات لري او تهران د اروپايانو د فېصلې ځنډېدو ته نه ايساريږي.