د ایران د مرغومی د ۲۳ نیټې ځینې مطبوعات
محصلین داسلامی ایران د راتلونکیو هیلو په سر کې دی
اطلاعات
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم په اروپا کې د محصلینو د اسلامی ټولنود اتحادیې غونډې ته د رهبرۍ د ستر مقام پیغام ته پراخ انعکاس ورکړی دی چی په یوه راپور کې یې د امام خامنه ای له قوله لیکلی دی محصلین داسلامی ایران د راتلونکیو هیلو په سر کې دی . د رهبرۍ سترمقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ له پردیو د ایران د اسلامی جمهوریت د بې نیازه کولو اوله پرمختګ سره په مرسته کې د نړۍ په هرې سیمې کې د ایرانی محصلینو یو ځای کیدا د خدای په لاره کې جهاد دې .
د رهبرۍ ستر مقام د اروپاد محصلینو د اسلامی ټولنو د اتحادیې درې پنځوسمې غونډې ته په پیغام کې چی د هامبورګ په اسلامی مرکز کې د حجت الاسلام جواد اژه ای په وسیله ولوستل شو ، وفرمایل محصلین داسلامی ایران د راتلونکیو هیلو په سر کې دی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود زیاته کړه هغه څه چی باید ټول پرې پوهه شی دا دی چی د خدای په فضل او توفیق همدااوس له پرونیو محصلینو ګڼ شمیر کسان د ایران په اسلامی جمهوریت کې په سترو کارونو بوخت دی او په خپل وطن کې د پوهې او ټیکنالوجۍد پرمختګ د خدمت خوند په ټول وجود سره احساسوی .
د رهبرۍ ستر مقام ټینګار وکړ محصلین به د نړۍ په هرې برخې کې دا فرصت ولری چی له مومن او خدمت کونکیو ټولګیو سره یو ځای شی او د ایران اسلامی جمهوریت له پردیو په بشپړه بې نیازه کړی او دا حرکت که په ریښتونی او خدای نیت سره ترسره شی نو د خدای په لاره کی جهاد دې .
د سوریې دافع هوا د دمشق په هوایی ډګر د صیهونیسټ رژیم حمله دفع کړه .
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف وویل د ایرانی ضد غونډې د شرم داغ د پولینډ له لمنې پاکیدونکې ندې .
کیهان
ټرمپ د حکومت د تړلو ریکارډ مات کړ ، په ۲۳ ورځو کې یې ۴ میلیارډ ډالره تاوان ورسوه .
د فلسطین یوه لوړ رتبه ډیپلوماټ د امریکا د خارجه وزیر پمپیو د څرګندونو په غبرګون کې وویل مګر د عربانو په تندی احمق لیکل شوی دی ؟
سعودی تری ګر ایتلاف د یمن د الحدیده بندر په پوهنتون د توپونو ډزې وکړې .
د زیړو جیکټونو غورځنګ خلک له بانکونو خپلو شتمنیو ویستلو ته وبلل .
د پولینډ شارډزافیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته وروغوښتل شو.
د قطر خارجه وزیر په دوحه کښې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا له عمومي منشي عبداللطیف الزیاني او د عمان له خارجه وزیر یوسف بن علوي سره په کتنه کښې وویل: د فارس خلیج د ملګرتیا شورا او عمومي منشي یې هیڅ قدرت نه لري.