د ایران د مرغومی د ۲۳ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79645-د_ایران_د_مرغومی_د_۲۳_نیټې_ځینې_مطبوعات
محصلین داسلامی ایران د راتلونکیو هیلو په سر کې دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 13, 2019 08:50 Asia/Kabul
  • د ایران د مرغومی د ۲۳ نیټې ځینې مطبوعات

محصلین داسلامی ایران د راتلونکیو هیلو په سر کې دی

 

اطلاعات

د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم په اروپا کې د محصلینو د اسلامی ټولنود  اتحادیې غونډې ته د رهبرۍ د ستر مقام پیغام ته پراخ انعکاس ورکړی دی چی په یوه راپور کې یې د امام خامنه ای له قوله  لیکلی دی محصلین داسلامی ایران د راتلونکیو هیلو په سر کې دی . د رهبرۍ سترمقام حضرت  ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ له پردیو د ایران د اسلامی جمهوریت د بې نیازه کولو اوله  پرمختګ سره په مرسته کې د نړۍ په هرې سیمې کې د ایرانی محصلینو یو ځای کیدا د خدای په لاره کې جهاد دې .

د رهبرۍ ستر مقام د اروپاد محصلینو د اسلامی ټولنو د اتحادیې درې پنځوسمې غونډې ته په پیغام کې چی د هامبورګ په اسلامی مرکز کې د حجت الاسلام جواد اژه ای په وسیله ولوستل شو ، وفرمایل محصلین داسلامی ایران د راتلونکیو هیلو په سر کې دی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود زیاته کړه هغه څه چی باید ټول پرې  پوهه شی دا دی چی د خدای په فضل او توفیق همدااوس له پرونیو محصلینو ګڼ شمیر کسان د ایران په اسلامی جمهوریت کې په سترو کارونو بوخت دی او په خپل وطن کې د پوهې او ټیکنالوجۍد پرمختګ  د خدمت خوند په ټول وجود سره احساسوی .

د رهبرۍ ستر مقام ټینګار وکړ محصلین به د نړۍ په هرې برخې کې دا فرصت ولری چی له مومن او خدمت کونکیو ټولګیو سره یو ځای شی او د ایران اسلامی جمهوریت له پردیو په بشپړه بې نیازه کړی او دا حرکت که په ریښتونی  او خدای نیت سره ترسره شی نو د خدای په لاره کی جهاد دې .

د سوریې دافع هوا د دمشق په هوایی ډګر د صیهونیسټ رژیم حمله دفع کړه .

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف وویل د ایرانی ضد غونډې د شرم داغ د پولینډ له لمنې پاکیدونکې ندې .

 

کیهان

 

ټرمپ د حکومت د تړلو ریکارډ مات کړ ، په ۲۳ ورځو کې یې ۴ میلیارډ ډالره تاوان ورسوه .

د فلسطین یوه لوړ رتبه ډیپلوماټ د امریکا د خارجه وزیر پمپیو د څرګندونو په غبرګون کې وویل مګر د عربانو په تندی احمق لیکل شوی دی ؟

سعودی تری ګر ایتلاف د یمن د الحدیده بندر په پوهنتون د توپونو ډزې وکړې .

 

د زیړو جیکټونو غورځنګ خلک له بانکونو خپلو شتمنیو ویستلو ته وبلل .

د پولینډ شارډزافیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته وروغوښتل شو.

د قطر خارجه وزیر په دوحه کښې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا له عمومي منشي عبداللطیف الزیاني او د عمان له خارجه وزیر یوسف بن علوي سره په کتنه کښې وویل: د فارس خلیج د ملګرتیا شورا او عمومي منشي یې هیڅ قدرت نه لري.