د ایران د مرغومې د ۲۵ نیټې ځینې مطبوعات
امریکایی عسکرو د افغان طالبانو له بنده د داعش څلویښت ترهه ګر وژغورل
جمهوری اسلامی
د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری وویل علمی او ټیکنالوجیکی بریاوې د ایران او نظام د پیاوړتیا سبب دی .
د امریکا ولسمشر ټرمپ وایی که ترکیه د سوریې په کردانو حمله وکړی نو اقتصاد به یې تباه کړو .
د امریکا پولیتیکو مجله لیکی چی د ایران او اروپا د مالی لارو چارو یعنی ایس پی وی به د جنورۍ له مینځنیوپرانستل شی .
د ایران په زیبادشت کې د یوې بار وړونکی الوتکې په نسکوریدا کې ۱۵ کسان وژل شوی دی .
جواد ظریف او عادل عبدالمهدی د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ .ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کی لیکی د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی په بغداد کې له یوه بل سره په کتنه کې د وروستیو دوه اړخیزو اړیکو ، د دواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادی ملګرتیا د زمینو او سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په اړه خبری اترې وکړې .
عادل عبدالمهدی په دغه کتنه کې د ایران او عراق ترمینځ تاریخی او کلتوری مشترکاتو ته په اشارې سره خپلو مینځو کې د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چی هیواد یې د اسلامی ایران په شمول له ګاونډیانو سره د اړیکو په پراختیا پسې دی .
د اسلامی ایران خارجه وزیر هم په دغه کتنه کې عراق ته له سفره د خوشحالۍ په څرګندولو سره د ایران او سیمې د مسلو په اړه د دغه هیواد د حکومت د مثبتو دریځونو قدرونه وکړه .
ښاغلی ظریف په عراق کې د ډیموکراسۍ او سیاسی نظام د پیاوړتیا او ورپیښ پړاو کې د عراق له حکومت او ملته د اسلامی ایران د ملاتړونو په دوام ټینګار وکړ .
د ایران خارجه وزیر له دې مخکې له خپل عراقی هم څنګ محمد علی حکیم سره هم کتنه او دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسلو په اړه خبرې اترې کړی وې .
د فرانسې خارجه وزیر لودریان وایی بشار اسد د سوریې په انتخاباتو کې ګډون کولې شی .
د یمن انصار ا... په یمن کې په اوربند د ملګرو ملتو د څارونکی د څنګته کولو غوښتنه وکړه .
ټرمپ وایی چی اوباما ، جوبایډن د ګند په ډبې کې پیدا کړی دی .
اطلاعات
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی د ګلستان ولایت د خلکو په ټول کی وویل روزګار ، مسکن او بې وزلۍ ختمول هماغه راز په جدیت سره تعقیبوو . دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی د ایران په شمال کې دګلستان ولایت د ګنبد طاووس ولسوالۍ دلسګونو زره خلکو په ټول کې زیاته کړی ده دایران ولس پر نړیوالو ثابته کړې ده چی دعلم اوپوهې ملت دی . هغه وویل دایران ولس ، دعلمی ، ټیکنالوجیکی ، اقتصادی اودفاعی چارو ستر قدرت په دې خاطر ترلاسه کړی چې هیڅکله هم له دښمنه نه ویریږی .
ډاکټر حسن روحانی په دې په ټینګار سره چې امریکا،صهونیسټ رژیم او ځینی تالی څټی ئې ددې جوګه نه دی،دایران ستر ملت په ګونډو کړی،ووئیل ، ایران په نړۍ کې له خپلو ټولو دوستانو سره د ورورولۍ اړیکې لری او له تر ټولو ښو مناسباتو برخمن دی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی قاسمی ویلی دی چی هیڅ هیواد ته د ایران د څیرې د خرابولو اجازه نه ورکوی .
د عراق ولسمشر په سیمه کښې د ایران او عراق موقعیت مهم وباله .
دایران د درستو قواؤ دستر قوماندان ځانګړی سلاکار سردار تورن جنرال سید حسین فیروزآبادی ویلی دی سورئې له ایرانه له تکفیری ترهه ګرو سره دمقابلې لپاره غوښتی چې خپل پوځی سلاکاران دې دغه هیواد ته ولیږدوی .
ترکیه وایی ټرمپ له انکارا سره د سټراټیجیک شراکت درناوې وکړی .
امریکایی عسکرو د افغان طالبانو له بنده د داعش څلویښت ترهه ګر وژغورل .
قطر ویلی دی چی د فارس خلیج په ملګرتیا شورا کې کړکیچ هماغه راز موجود دې .
کیهان
فیګارو لیکلی دی له مینځنی ختیځ د لویدیځ ستر شاتګ د ایران لپاره لاره هواره کړی ده .
ملګرو ملتو د ال خلیفه رژیم په وسیله د ۱۳۸ بحرنی ځوانانو په ظالمانه محاکمې سخت اعتراض وکړ .
د فرانسې ولسمشر ماکرون چی تر پرونه یې د زیړو جیکټونو غورځنګ ګواښه ، د ملی خبرو اترو طرحه وړاندی کړه .
ټرمپ وایی د ترکیې اقتصاد تباه کوو خو د ترکیې خارجه وزیر چاووش اوغلو بیا وایی له ګواښونه هیڅ ویره نلرو .
میرمن حنا ربانی کهر په سیمه کې د ایران د رول په اهمیت ټینګار وکړ . د پاکستان پخوانۍ خارجه وزیرې میرمن حنا ربانی کهر وویل اسلام اباد د سیمې د مشکلاتو د اواری په لړ کې له امریکا سره د اړیکو له ښه کولو مخکې له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا ایران سره اړیکی ټینګې کړی .
هغې زیاته کړه ایران د سیمې د مشکلاتو له اواری سره د مرستې لپاره اغیزمن هیواد دې .
هغې په عین حال کی جوته کړه امریکا د هغې درناوی مستحقه نده چی په پاکستان کې یې کیږی .