چین د ایټمي موافقې خلاف له هر غیرقانوني اقدام سره مخالفت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79746-چین_د_ایټمي_موافقې_خلاف_له_هر_غیرقانوني_اقدام_سره_مخالفت_وکړ
د چین د خارجه وزارت ویاند وویل: بیجنګ د ایټمي موافقې خلاف د هر غیرقانوني اقدام مخالف دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2019 04:07 Asia/Kabul
  • چین د ایټمي موافقې خلاف له هر غیرقانوني اقدام سره مخالفت وکړ

د چین د خارجه وزارت ویاند وویل: بیجنګ د ایټمي موافقې خلاف د هر غیرقانوني اقدام مخالف دی.

د ایرنا د خبر له مخې لوکانګ پرون رسنیو ته وویل: چین هر هغه اقدام چې د ایټمي موافقي خلاف ورزي کوي او غواړي چې د ایران اسلامي جمهوریت تر دباؤ لاندې راولي، مردود او د نه منلو وړ ګڼي.

هغه زیاته کړه: کومو هیوادونو چې په ۲۰۱۵ کال کښې ایټمي موافقه لاسلیک کړې، باید پر دې موافقې پوره پابند ووسي او هره ژمنه یې چې هغه وخت کړې، اجرا او عملي دې کړي.