د ایران د خالی ورځې د ۲۹ نیټې ځینې مطبوعات
د ټرمپ حکومت په ایران د دباو په بې نتیجه والی اعتراف وکړ .
جمهوری اسلامی
د ایران وسله وال ځواکونه به هیڅکله غافلګیره او هک حیران پاتې نه شي . د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سټراټیجکو څیړنو د مرکز مشر وویل: د داعش ترهګرې ډلې اووه زره وسله وال د عربستان او اماراتو په پیسو سره د افغانستان په خاوره کښې دیره دي او امریکې ترې د ایران، چین او سوریې خلاف د دباؤ د اړم په توګه کار اخلي.
د ټرمپ حکومت په ایران د دباو په بې نتیجه والی اعتراف وکړ .
د امریکا مشهور سینټر برنی سینډرز وایی نړیواله ټولنه د عربستان ظالم رژیم کنټرول کړی .
د بشری حقوقو څارونکی اداره وایی چی د بحرین حالات ډیر خراب دی .
اطلاعات
ایت ا... سید حسن خمینی ویلی دی ګورباچوف ته د امام خمینی رح لیک د خبرو اترو لاره وښودله .
عراق د الحشد الشعبی په مورچو د صیهونیسټ رژیم د حملې په اړه سخت خبردارې ورکړ .
اردن له ایرانی ضد ایتلاف سره د یو ځای کیدا لپاره د امریکا غوښتنه رد کړه .
په پاکستان کښې د ايران سفير وويل، له ايران څخه پاکستان ته د ګېسو د انتقال پائپ لائن د منصوبې په اجرا سره به په دغه هېواد کښې د انرجۍ کمښت پوره شي.
د اسلامي نړۍ د سائنس استنادي مرکز ISC سرپرست وويل،ايران د اسلامي نړۍ د هېوادونو ترمېنځ د سائنس په توليد کښې ړومبنۍ رتبه حاصله کړه.
چین د ایټمي موافقې خلاف له هر غیرقانوني اقدام سره مخالفت وکړ . چین هر هغه اقدام چې د ایټمي موافقي خلاف ورزي کوي او غواړي چې د ایران اسلامي جمهوریت تر دباؤ لاندې راولي، مردود او د نه منلو وړ ګڼي.
د فلسطین روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې د ستنیدو د حق د ستر لاریون په ۴۳ جمعه د ۴۳ فلسطینیانو د زخمي کیدو خبر ورکړ.