د ایران د سلواغې د لومړۍ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79819-د_ایران_د_سلواغې_د_لومړۍ_نیټې_ځینې_مطبوعات
اشرف غنی او عبد ا... عبد ا... د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکیو انتخاباتو کې سیالی کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2019 09:21 Asia/Kabul
  • د ایران د سلواغې د لومړۍ نیټې ځینې مطبوعات

اشرف غنی او عبد ا... عبد ا... د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکیو انتخاباتو کې سیالی کوی .

اطلاعات

 

د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر علی لاریجانی ویلی دی دپریس ټی وی د خبریالې په وړاندې د امریکا کړچار د دروغجن سیاست بیلګه ده .ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کې لیکی چی ښاغلی لاریجانی  د پارلیمان په څرګنده غونډه کې وویل د پریس ټی وی د خبریالې په نسبت د امریکا څاروی ډوله کړچار او له هغې سره غیر قانونی چلند د دې ښودنه کوی چی هغو یوازې د بشری حقوقو ادعا کوی په داسې حال کی چی پخپله ورته پایبند ندی .

لاریجانی زیاته کړه که دې ته ورته یا له دې کمزوری پیښه هم په ایران کی شوی وای نو دوی به له بشری حقوقو په دفاع کې د نړیوالو غوږونه کاڼه کړی وو . د امریکا د فیدرال پولیسو د پریس ټی وی چینل  امریکایی اصله خبریاله اومجری میرمن مرضیه هاشمی چی له خپلې کورنۍ سره  یې د کتنې لپاره امریکا ته سفر کړی وو ، له کوم تور پرته ونیوله .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ پرضد د امریکا په ۳۵۰ ښارونو او د اروپا په څو پلازمینو کې مظاهرې شوی دی .

 عربستان په یمن څاروی ډوله حملې کوی او د یمن انصار ا.... غورځنګ ورته ځواب ورکوی .

روسیې صیهونیسټ رژیم ته په خطاب کی ویلی دی د دمشق په هوایی ډګر به حملې ونه زغمو .

د امریکا اوچت سناتور ګراهم وایی د بن سلمان سزا کول له ریاض سره د واشنګټن د اړیکو د ښه کیدا یوازنۍ لاره ده .

د اسوشیټډ پریس خبریال د طرابلس په نښتو کې ووژل شو .

ملګری ملتونه وایی په قدس کې په سلګونو فلسطینۍ کورنۍ په زوره د کورونو د خالی کولو له ګواښ سره مخامخ دی .

 

جوان

 

د ایران د فوټبال ملی ټیم د عمان ټیم ته ماته ورکړه او سیمی فاینل ته یې لاره پیدا کړه .
د امریکا د شمیرنو دفتر وایی ۴۸ فیصده امریکایان د بې وزلۍ له کرښې ټیټ  ژوند کوی .

د ایران د اسلامی شورا مشر ښاغلی علی لاریجانی وایی امریکا بشری حقوق یوازې نورو لپاره غواړی خپله هغو ته پایبنده ندی .

اشرف غنی او عبد ا... عبد ا... د افغانستان د ولسمشرۍ په  راتلونکیو انتخاباتو کې سیالی کوی . افغان ولسمشر اشرف غنی د خپل لومړی مرستیال  په توګه د امر ا... صالح او دوهم مرستیال په توګه د سرور دانش په معرفی کولو سره په رسمی توګه د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکیو انتخاباتو لپاره نوم ولیکه .

 له دې مخکې د ثبات او همپالنې د ډلې مشر عبدالله عبدالله  هم ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړ او د دغو ټاکنو ګټلو ته یې هیله مندي ښکاره کړه.

د ډاکټر عبد ا... عبد ا...  لومړی مرستیال عنایت الله بابر فرهمند او اسدالله سعادتي یې  هم د ولسمشریزو ټاکنو دوهم  مرستیال دی.

ټاکل شوی ده چی د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د ۲۰۱۹ میلادی د جولای په ۲۰ نیټه ترسره شی .

د عراق حشد الشعبی وویل صیهونیسټ رژیم دې له اور سره لوبې نه کوی .

د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو د سوريې په پلازمینې  حمله کړی ده .

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر د پریس ټي وي د اینکرې مرضیه هاشمي نیول د امریکا د انسان ضده حکومت د واقعیت څرګندونکي وبلل.

 

کیهان

په امریکا کی د میرمن مرضیه هاشمی د نیولو په اعتراض کی د سویټزرلینډ د سفارت په وړاندې خلکو مظاهره کړی ده .

د امریکا او اروپا میرمنو ټرمپ پرضد لاریونونه ترسره کړی دی .

جان کری وایی ټرمپ امریکا منزوی کړی ده . د اوباما په حکومت کې د امریکا خارجه وزیر جان کری له سی این این ټیلی ویژیونی چینل سره په مرکه وویل دټرمپ اقداماتو په نړیوال ډګر کې د امریکا مرسته نده کړی او ښی چی هغه د خبرو اترو توان نلری .

جان کری زیاته کړه له سوریې د امریکایی عسکرو د ویستلو ، له تجارتی او د پاریس له اب و هوا تړونه د وتلو لپاره د ټرمپ فیصلو امریکا څنګته کړی ده .

جان کری وویل هغه وخت چی ټرمپ د خپل روسی هم څنګ پوتین په وړاندې سر ټیټوی نو هغه یوه شرمونکی شیبه ده .

په ۲۰۱۸ میلادی کال کی له خپل روسی هم څنګ سره د ټرمپ خبرې اترې او کتنې د ډیموکراټانو له منفی غبرګون سره مخامخ شوی دی .

د رای الیوم ورځپاڼۍ سردبیر عطوان وایی غیر عرب هیوادونه له اسرایلو سره مقابله کیو خو عربان ورسره د اړیکو په عادی کولو پسې دی .

له ماشومانو د دفاع نړیوال غورځنګ ویلی دی اسراییلو سږ کال ۴۵ فلسطینی ماشومان وژلی دی .

د یمن انصار ا... غورځنګ وایی ال سعودو په دیرشو ورځو کې د سټاک هوم د موافقې درې زره ځله خلاف ورزی کړی ده .

د جمال خاشقجی د قتل په دوسیه کې د  مصر د ولسمشر السیسی رول هم ډاګه شو چی له بن سلمان سره یې مرسته کړی ده .