دایران ملت داسلامی انقلاب د موخو ترپوره کیداپورې بشبړمقاومت کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79894-دایران_ملت_داسلامی_انقلاب_د_موخو_ترپوره_کیداپورې_بشبړمقاومت_کوی
دایران دقضایه قوې مشر روښانه کړې ، په خلکو کې نهیلیتوب رامینځةکول او نفسیاتی او روحی دباؤنو زیاتول ، د ا یران په ضد په نفسیاتی جنګ کې د دښمن یو خورا مهم آوزار دی ، په همدې اساس مسئولان ډیر ستر مسئولیّت په غاړه لری او باید نړۍ ته یو ځل بیا وښئ چې استعمار اوستکبار ته به هیڅ په لاس ورنشی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 25, 2019 03:05 Asia/Kabul
  •   دایران ملت داسلامی انقلاب د موخو ترپوره کیداپورې بشبړمقاومت کوی

دایران دقضایه قوې مشر روښانه کړې ، په خلکو کې نهیلیتوب رامینځةکول او نفسیاتی او روحی دباؤنو زیاتول ، د ا یران په ضد په نفسیاتی جنګ کې د دښمن یو خورا مهم آوزار دی ، په همدې اساس مسئولان ډیر ستر مسئولیّت په غاړه لری او باید نړۍ ته یو ځل بیا وښئ چې استعمار اوستکبار ته به هیڅ په لاس ورنشی .

 ایرناخبری آژانس راپورورکړی ،  دایران د اسلامی  جمهوریت دقضایه قوې مشر آیت ا...  صادق آملی لاریجانی  پرون  د  درست هیواد د څارنوالانو او لوړپوړو قاضیانو په ټول کې  وئیلی دی ،اسلامی ایران   په ټول اقتدار اوقدرت سره په ډګر کې دریدلی  دی ،  په پوځی اړخ کې  ، دامریکا او  په سیمې کې د هغې دمتحدانو په  وړاندې  خنډشوی  او دا وضعیّت چې  نن سبا  د سورئې د ولسمشر  بشار اسد   دڅنګة کولو په ځای   په سورئې کې د خپلو سفارتونو دپرانیستو  خبرې کوی ،  دایران له خوا  دمقاومت  له چورلیز پرته  نه ترلاسه کید. 

 آیت ا... آملی لاریجانی  په عین حال کې ټینګار کړی ،  په سیمې کې دامریکایانو ماته   د هغو دلازیاتې هوښیارۍ  لامل شوې ده او اوس چې  په بیلابیلو ډګرونو کې دایران   علمی ،پوځی ، اوټیکنالوجیکی اقتدار  رابرسیره شوی ، دښمن پخپلې دښمنۍ کې له سپین سترګی شوی  او پوه شوی دی چې   په ظاهری وسلو  سره   د ایران په مقابل کې نشی دریدلی ، په همدې اساس ئې  نرم جنګ او  د  هیواد داقتصاد  د خرابولو لپاره  هڅې ته مخه کړې ده . 