د لويديځ د دسيسو په وړاندې د اسلامي هېوادونو په يووالي تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79929-د_لويديځ_د_دسيسو_په_وړاندې_د_اسلامي_هېوادونو_په_يووالي_تاکيد
د ايران د اسلامي شورا د جرګې د بهرني سياست او ملي امنيت د کمېشن مشر د لويديځ د دسيسو په وړاندې د اسلامي هېوادونو د وحدت او يووالي په ضرورت تاکيدوکړ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 27, 2019 01:27 Asia/Kabul
  • د لويديځ د دسيسو په وړاندې د اسلامي هېوادونو په يووالي تاکيد

د ايران د اسلامي شورا د جرګې د بهرني سياست او ملي امنيت د کمېشن مشر د لويديځ د دسيسو په وړاندې د اسلامي هېوادونو د وحدت او يووالي په ضرورت تاکيدوکړ.

حشمت الله فلاحت پيشه پرون په تهران کښې د  الجزائر د پارلېمان د بهرنيو چارو د کمېشن د مشر عبدالحميد سي عفيف په کتنه کښې وويل: په اوسنيو حالاتو کښې اسلامي هېوادونه په غاړه يوه درنه دنده لري او پکار دي د اسلام په خلاف د لويديځ د دسيسو او سازشونو په وړاندې ټينګ اودريږي.

فلاحت پيشه له نويو ټېکنالوجيو څخه په ګټه اخېستلو کښې د ايران سياستونو ته په اشارې سره وويل، ايران په سياسي، سائنسي او ټېکنالوجي زمينو کښې خپلواکي په عمل کښې تعريف کړه او اوس  له اېټمي انرجۍ څخه د ايران صلح ايزه استفاده او په ځاي علم او پوهې سره د هېواد د دفاعي توان مضبوطيه د امريکې، اسرائيلي رژيم او په سيمه کښې د هغوي د ملاتړولپاره په يوې ستونځې بدله شوې ده.

د ايران د اسلامي شورا د جرګې د بهرني سياست او ملي امنيت د کمېشن مشر همدا رنګ د دې په بيانولو سره چې ايران او الجزائر د نړيوالو ټولنو په سطح ښې ملګرتياوې لري واضحه کړه،ايران چمتووالے لري چې د نړيوالو ټولنوپه سطح د ګډو دريځونو د غوره کولو لپاره دغه صلاح مشورې زياتې کړي.عبدالحميد سي عفيف هم په دغه کتنه کښې د الجزيرې او تهران د موافقو د اجرائي کېدو په اهميت باندې په تاکيد سره وويل، الجزائر په تجارتي او اقتصادي ډګرونو کښې له ايران سره د ملګرتيا د زياتولو په تکل کښې دے.