د ایران د سلواغې د ۸ نیټې ځینې مطبوعات
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمایلی دی حوزه د دینی شکونو لپاره حل لاره ورکړی .
کیهان
د ایران د درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د اسلامي تبلیغاتو د دفتر له مسئولانو په کتنه کښې د رهبرۍ د ستر مقام ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی . ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کی لیکی چی د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د اسلامي تبلیغاتو د دفتر د مسئولانو په کتنه کښې د هغوي د خدماتو په قدرونې سره د اسلامي تبلیغاتو په دفتر کښې د دیني روشنفکرۍ او نوي تفکر شتون غنیمت وګڼه او ویې ویل: نن د انقلاب پړاؤ او د کار او مثبتو خوځښتونو ورځې دي.
دوي د اسلامي تبلیغاتو دفتر یو ژوندی او د ډیرو تالیفاتو لرونکی یونټ وباله او هغو بیلابیلو دیني پوښتنو ته په اشارې سره چې د کلتوري او هنري فعالیتونو د کارکونکو لپاره موجودې دي، څرګنده کړه: د دې پوښتنو او شکونو ځواب ورکول د حوزې او د اسلامي تبلیغاتو د دفتر په شان ادارو دنده ده.
دوي په انټرنیټ کښې د تبلیغي فعالیتونو په هکله هم وویل: مختلفې ادارې په مجازي فضا (انټرنیټ) کښې موجودې دي خو په دې فضا کښې شتون باید یو بهیر جوړونکی شتون وي، د دې په ترڅ کښې چې د موثرو کلتوري ډلو د پیژندلو او ورسره د تړاؤ او د هغو د فکري پوښتنو او ځوابونو د موندلو ترټولو غوره لاره، له انټرنیټه کار اخیستل دي.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي همداشان د ځوانانو او محصلینو د فکري شبهو د ځواب په موضوع سره د کتابونو لیکل او خپرول هم ضروري وبلل.
د لبنان د حزب ا... مشر سید حسن نصر ا... وویل څلویښت کاله کیږی چی امریکا او د هغې متحدان د ایران حریف ندی شوی .
د وینز ویلا ولسمشر مادورو ویلی دی وینزویلا به هیڅکله د امریکا مستعمره نشی .
په فلیپین کې په یوه چاودنه کی ۲۷ کسان مړه او ۷۷ نور ژوبل شوی دی .
جوان
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمایلی دی حوزه د دینی شکونو لپاره حل لاره ورکړی .
د لبنان د حزب ا... عمومی منشی سید حسن نصر ا.... د صیهونیسټ رژیم د لمسونکیو اقداماتو په ځواب کی ویلی دی مقاومت لوړې دفاعی سویې ته رسیدلی دی او دښمن ته به اجازه ورنکړو چی د خپل جنګ قواعد وتپی او که اسراییل تیروتنه وکړی نو په نقطه زن توغندی سره به تل ابیب په نښه شی .
د ایران د وسله وال ځواک لوی درستیز جنرال باقری وویل ممکنه ده د هیواد دګټو لپاره یرغلیز کړچار ولرلې شو .
د ایران د ایټمی انرژۍ د سازمان مشر ډاکټر صالحی وویل اروپا له دې مخکې چی ناوخته شی ، په ژمنو عمل وکړی .
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال په تهران کښې د روسیې د سفیر په کتنه کښې، صهیونیسټي رژيم په سیمه کښې د اور لګونې اصلي بایلونکی وباله . حسین امیر عبداللهیان په دغه کتنه کښې له سوریې سره په مرسته کښې د تهران او ماسکو کامیابې تجربې او د سیمې له امنیت سره د مرستې ضرورت ته په اشارې سره وویل: د صهیونیسټي رژيم پوځي او راپارونکي اقدامات او د سوریې د حریم خلاف ورزي د سیمې د امنیت جدي ګواښ ګڼل کیږي.
هغه د ایران او روسیې د ګډ پارلیماني کمیشن د جوړولو مثبتو آثارو ته په اشارې سره دغه کار د دواړو هیوادونو په مخ په ودې ملګرتیاؤ کښې یوه بله کامیابه تجربه وبلله.
په تهران کښې د روسیې سفیر لوان جاګاریان هم له حسین امیر عبداللهیان سره په ملاقات کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت او روسیه په مختلفو برخو کښې ګډ دریځونه او سټراټیجۍ لري او دا اړیکې باید دوام ولري .
اطلاعات
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... امام خامنه ای د قم د عملیه حوزې د اسلامی تبلیغاتو د دفتر د مسولانو په کتنه کې وفرمایل له اغیزمنو کلتوری ډلو سره د ارتباط بهترینه لاره ، مجازی فضا ده .
په فلیپین کې په یوې کلیسا په ترهه ګره حمله کی ۲۷ کسان مړه او ۷۷ نور ژوبل شول .
د لبنان د حزب ا... عمومی منشی سید حسن نصر ا... ویلی دی حالات بدل شوی دی اوس زمونږ ټاکنې په میز دی .
د وینزویلا ولسمشر مادورو وایی وارمخکې انتخابات نه منم .
نیویارک ټایمز لیکی ټرمپ او نږدې کسانو یې له روسانو سره سل تماسونه درلودلی دی .
ملګرو ملتو د خاشقجی د وژلې له ځای د پلټنې غوښتنه وکړه .
د عراق خارجه وزیر وایی له هیڅ ایرانی ضد ایتلاف سره نه یو ځای کیږو .
د یمن دفاع وزیر ویلی دی ډیر ژر به د عربستان پرضد سټراټیجیکې وسلې وکاروو .
د امریکا خارجه وزیر پمپیو وایی امریکا له افغانستانه د امریکایی عسکرو د وتلو لپاره جدی ده .
ایران
جاپان وایی له ایرانه د تیلو اخیستل دوام لری .
چین او روسیې د امنیت شورا په غونډه کې امریکا ته په خبرداری کې ویلی دی چی د وینزویلا په داخلی چارو کې دې لاسوهنه نه کوی .
د یمن ځواکونو د عربستان په جنوب کښې له سعودي تالي څټو سره په نښته کښې کابو شل تنه لاس پوڅي وژلي دي .
د امریکا خارجه وزیر پمپیو وایی له افغانستانه په وتلو پسې یوو .
دایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوی درستیز سردار سرلښکر محمد باقری وویل اسلامی ایران دنورو ګټو او ټاټوبو ته تمه دارې سترګې نه غړوی .