ځلانده یون(دایران دپرمختګ ویاړمنوڅلویښت کلنوپرمختګونو لومړنۍبرخه)
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو دځلانده یتون نومې دلړۍ په دوام کې دایران دویاړمنو څلویښتوکلونو دپرمختګونوله ننني مطلب سره ستاسوپه خدمت کې دی، هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ
دوستانو په تیرو څلورو لسیزکې دایران داسلامی جمهوریت دپرمختګ یو خورا مهمه حوزه علمی حوزه ده . له اسلامی انقلابه مخکې پړاؤ کې دایران د عملی او ټيکنالوجیکي وروسته پاتیوالی،له کلتوري او فرهنګي مخینې سره دایرانیانو لپاره ډيره کړونکي خبره وه .په دغې وروسته پاتیکیدا باندې غلبه له علمي پولو تیریدا او داسلامی ماډرن تمدن درامینځةکیدا پّه موخې سره ترټولوپرمختللي ټيکنالوجۍ ته لاس رسی،داسلامی انقلاب یو آرمان دی .په تیرو کلونوکې داسلامی انقلاب معظم لارښود په ایران کې دعلم په تولید په تمرکزسره او دعلمي جهاد او نرم آوزاری غورځنګ په څير دموضوعګانو په مطرح کولو سره،په هیواد کې د ماډرن ساینس او تخنیکي ډګرونو کې دپرمختګ لپاره ښې زمینې برابرې کړې .
په داسې حال کې چې له اسلامی انقلابه مخکې،دهیواد کابو اویه فی صده خلک بې سواده وو، او له څلویښت فی صدو هم کم ماشومان ښونځیو ته تللی شول .اوس،په هیواد کې دسواد سویه په سلوکې سل فی صدي عدد ته په نزدیکیدا ده .په اسلام کې دعلم ارزښت ته په پام سره د سواد آمورزۍ یا د لیک لوست غورځنګ،دایران په اسلامی جمهوری نظام کې یو ډير شه اقدام ؤ. بې سواده خلک،د لیک لوست دهمدغه غورځنګ په وسیله،بریالی شول،د زده کړې په ډګر کې په شتون سره خپلې زده کړې بشپړ کړی او د تخصوصونو او تخنیکونو په ترلاسه کولو سره خپل ژوند بدل کړي ..
له اسلامی انقلابه مخکې،په درست ایران کې دښونځیو شمیر اوه څلویښت زره ؤ ،خو نن سبا په هیواد کې څه دپاسه یولک ښونځي ، په تعلیمي خدماتو وړاندې کولو بوخت دي . داسلامی انقلاب له بریالیتوبه په مخکې پړاؤ کې،په محدود پوهنتونونو اوتعلیمی مرکزونو کې د محصیلینو شمیر یو لک څلورپنځوس محصلین ؤ او هغوي هم په څو خاصو سترو ښارونو کې زده کړې کولې . اوس په درست ایران کې یوسل نولس حکومتي پوهنتونونه اوعلمی مرکزونه ،له اجرائی ادارو سره اړونده دلوړو زده کړو اته ویشت مرکزونه،دوه سوه پنځه نوي خصوصي پوهنتونونه ،دپيام نور په نامې سره پنځه سوه پنځوس د پوهنتونونوه ،د آزاد اسلامی په نامې سره درې سوه پنځه اتیا پوهنتونه ،د لوړو علمي زده کړو اوه سوه نهه دیرش مرکزونه ، او د استادانو د تربیّت او حرفه وی زده کړو دوه سوه څلور اویا مرکزونه دعلم د رڼا په وړاندې کولو کې فعال دي او په دغو پوهنتونونو اوعلمی مرکزونو کې کابو څلور اعشاریه پنځه میلیون محصیلین په زده کړو بوخت دی ، چې له اسلامی انقلابه له مخکې پړاؤ سره په پرتله کې ۲۰چنده زیاتوالی ښئ. د اسلامی انقلاب تر بریالیتوپ پورې یعني تر ۱۳۵۷لمریز کال پورې ، دهیواد په پوهنتونونو کې د زده کړې درې سوه شپږنوی څانګې وې،خو نن سبا دغه شمیر څه دپاسه درو زرو څانګو ته رسیدلی دی .
= دسایګمو نومې نړیوالې ادارې د راپور په اساس ، له ۱۹۹۶کاله تر ۲۰۱۵ کال پورې په مودې کې د ایران داسلامی جمهوریت علمي لوړتیا په
باب یو راپور خپور شوی چې حیرانونکی پرمختګ ښئ .
= د سایګمو د راپور په اساس په دغې مودې کې په نړۍ کې دایران داسلامی جمهوریت د علم د تولید په برخې کې نړیواله روتبه له ۵۳ لمبره شپاړسم لمبر ته زیاته شوي ده .
= دایټمي انرژۍ په څانګې کې دایران دعمل دتولید نړیواله روتبه له درې اتیایمې روتبې ،یولسمې روتبې ته لوړه شوې ده .
= په نانو او نانو ټیکنالوجۍ څانګې کې دایران دعلم دتولید نړیواله روتبه ،دنړۍ له اوه پنځوسمې روتبې شپاړسمې روتبې ته لوړه شوې ده .
= د په بایو ټيکنالوجۍ کې دایران دعلم دتولید نړیواله روتبه دنړۍ له شپږپنځوسمې روتبې دنړۍ څوارلسمې روتبې ته لوړه شوه .
= د هوافضا دانجنیئرینګ په څآنګې کې دایران دعلم دتولید نړیواله روتبه له درې څلویښتتې نړیوالې روتبې یولسمې روتبې ته لوړه شوه .
= د طب په څانګې کې دایران دعلم د تولید نړیوواله روتبه له څلورپنځوسمې روتبې نولسمې روتبې ته لوړه شوه
= اودغه راز دکیمیا یا کمیسټرۍ په څانګې دایران دعلم نړیواله روتبه له اته څلویښتمې روتبې دنړۍ یولسمې روتبې ته لوړه شوه .
.*/*/*/**/*/*/*/*/*/*
دوستانو دایران اسلامی جمهوریت په ۲۰۱۷کال کې د نړۍ په سویه ،د علم په تولیدونکو پنځویشتو هیوادونو کې ، په اته اعشاریه نهه فی صدی ودې سره ،په نړۍ کې د عملي ودې لومړنۍ روتبه وګټله. د روتبه بندۍ د نظام :سایمګو: ادارې، په ۲۰۱۷کال کې دخپرو شوو علمي مقالو په اساس پخپلې ترټولو روتبه بندۍ کې ،دایران اسلامی جمهوریت ، په لویدیځي آسیا سیمې کې د فیزیک او نجومو په حوزې کې په لومړي لمبر او دنړۍ په وسیه په دولسم لمبر کې بللی دی .
په تیرو شلو کلونو کې د علم دتولیدونکو برلاسه پنځوسو هیوادونو په لیسټ کې اوه اسلامی هیوادونه هم شامل دي .په دغې روتبې کې ایران د نړۍ په شلو برلاسه هیوادونو کې او دعلم د تولیدپه شپاړسمې روتبې کې راغلی دی .
د استنادي سایټ د لیکنو په اساس دایران د علم دتولید دبهیر راپور ښئ ، چې په وروستیو شلو کلونو کې د هیوادد څيړاندو په وسیله دثبت شوو علمی مدرکوننو اومقالو شمیر په ۱۹۹۷کال کې له ۹۸۳مدرکونو څخه د ۲۰۱۷کال تر وروستیو پورې نهه څلویښت زره او شپږسوه شپږنوي مدرکونو ته رسیدلی دی چې دغه شمیر څه دپاسه پنځوس چنده زیاتوالی نندارې ته وړاندې کوي .
:نیچر اینډکس موسسسې:هم د ۲۰۱۸کال په جنورۍ کې په یوه راپورکې لیکلی دي،د ایران اسلامی جمهوریت په تیرې لسیزې کې د نړۍ له نوروهیوادونو سره په پرتله کې په کال کې په دوه ویشت فی صدي ودې سره،د سائنس او تخنیکي انجنئیرینګ په حوزو کې تر ټولوسترې علمي لورنیونې درلودلي او دنړۍ په سویه ئې د ساینس او تخنیک او انجنیئرینګ په حوزو ئې دنړۍ لومړنۍ روتبه ترلاسه کړې ده .
دبایو ،نانو، سائنیس پيژندنې ، ماډډرنونکو انرژیو، هوافضا، مائیکرو الیکټرانیک او بنیادي سیلولونو په څير د نوو اوماډرن ټیکنالوجیو په پراختیا کې دایران داسلامی جمهوریت ونډه ،د پام وړ حد پورې زیاته شوې ده .اسلامی ایران اوس دنړس د نانو سیائنس کابو پنځه اعشاره اوه فی صدي عملي برخه پخپل اختیار کې لري .
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي په نانو ټیکنالوجۍ کې ایران داوڅاره پرمختګ په باب فرمائی ؛ د نانو ټيکنالوجۍ په څير په خينو ماډرنو علمونو کې چې د دنیا د مادرنو ټیکنالوجیو یوه برخه ده ،په دې زمینې کې له مونږ سره په نړۍ کې هیڅوک مرسته نه کوي او هیڅ مرسته ئې نه ده کړې ، او له دې وروسته به هم هیڅ مرسته ونه کړي ، مونږ دپرمختګ په حال کې یوو ،دمونږ عناصر ،دمونږ ځوانان، دمونږ څيړاند،دمونږ پوهان او متفکران په دغو زمینو کې کار کوي ، هڅه کوي ، چې ددغو زیارونوپه نتیجې کې اوڅاره پرمختګونه ئې ترلاسه کړي دي .
داسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز فرمائيلي دي ؛زمونږ هیواد دعلم په زمینې کې له ځلانده مخینې سره سره ، له بده مرغه د پرَدیو دسلطې په پړاؤ کې دعلم له کاروانه وروسته پاتې شو چې دغه وروسته پاتیوالی جبران شي. باید د پرمختګ په اوسني حد قانع نه شو،ځکه د خوښې وړ ټکي ته تر رسیدو پورې ډير زیات واټن شته دی ::::
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني هم د ۲۰۱۷کال په ستمبر میاشت کې د قزاقستان په آستانې کې د اسلامی ملګرتیا موسسې دغړو هیوادونو په سرمشریزې کې پخپلې و ینا کې دماډرن او نوو ټيکنالوجیو په حوزې کې د دانش بنیان شرکتونو زیاتیدونکي ودې ته په اشارې سره وئيلی دي، په ایران کې په مینځنۍ او لوړې ټيکنالوجۍ سره دمحصولاتو صادرات له یو اعشاریه پنځو میلیارډ ډالري ارزښته تر دولس اعشاریه یو میلیارډ ډالرو پورې زیات شوي دي ..
دایران داسلامی جمهوریت یوه ترټولو مهمه بریا د سپوږمکۍ دجوړولو او فضا ته د هغې لیږدولو دپوهې ځاي کول دي .دایران دفضائي چارو د ادارې مشر مرتضی براري په دې زمینې کې وئيلی دي،ایران د فضاد چارو تر بشپړ ارزونې او له څيړنیزو سپوږمکیو څخه په هغو عملیاتي سپوږمکیو د بدلولو په پوهې کې د نړۍ د نهو هیوادونو برخه دی . دایرانیو متخصصانو او پوهانو دقدرت اواقتدار ښودنه کوي .
(سیماب)
******************************************************************************************************************************