د ایران د سلواغې د نهمې نیټې ځینې مطبوعات
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی له طالبانو غوښتل چی له دولت سره جدی خبرې اترې پیل کړی
اطلاعات
د ایران خارجه وزیر ډاکټر ظریف د پارلیمان په څرګنده غونډه کې وویل اروپا ته مو سترګې ندی نیولی ، غواړو چی امریکا منزوی کړو .
ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کی زیاتوی چی دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف ددې خبرې په کولو سره چې جامعې نړیوالې ایټمی موافقې امریکا په نړۍ کې منزوی کړې وئیلی دی ،ایران په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې امریکا ، له لالهانده دریځ سره مخامخ کړې ده .
جواد ظریف وئیلی دی ، امریکا له دغې نړیوالې ایټمی موافقې له وتلو رووسته خپلې تولې هلې ځلې کارولی څو نړۍ دایران په خلاف کړی ، خو دغو هلوځلو د واشنګټن لپاره هیڅ نتیجه نه ده درلودې .
داسلامی ایران خارجه وزیر د پاریس دآب وهوا او شمالی امریکا د آزاد تجارت (نفتا) په څیر له نورو نړیوالو تړونونو دمریکا وتلو ته په اشارې سره هم روښانه کړې ، دامریکا حکومت دنړیوالو حقوقو مسلمو اصولو ته هیڅ احترام نه کوی .
محمد جواد ظریف همداراز ایرانیو تاجرانو او صرافانو حقوقو او په متحده عربی اماراتو کې کارکسبونو ته د دغه هیواد د بې پامۍ په پاب هم وئیلی دی ، امارات له هغو پراخو اقتصادی اړیکو سره سره ، چې له ایران سره ئې لری ، دخپلو مسئولانو د سټراټژیکو اوسیاسی تیروتنو په دلیل له اسلامی ایران سره د یوه نه منلو وړ چلند مرحلې ته وارد شوی دی .
دایران خارجه وزیر ټینګار کړی ، ایران د متحده عربی اماراتو له دغه غیر قانونی اقدام سره د چلند لپاره لازم تدبیرونه غوره کړی دی .
عربستان په حجه کې د یمنی کډوالو په کیمپ په وحشیانه حمله کی اته کسان مړه او ۳۰ هم ژوبل کړی دی .
د وینزویلا پوځ د امریکا د پوځی لاسوهنې د احتمال له ویرې په پولو کې درندې وسلې ځای پر ځای کړی دی .
انګلستان وایی په عراق کی د ایران د نفوذ کمیدا یو توهم دې .
اردن په رسمی توګه سوریه د عربی پارلیمان په غونډه کی د ګډون لپاره دعوت کړه .
د فرانسې حکومت د سرو شالونو کسان له زیړو جیکټونو سره د مقابلې لپاره واټونو ته ورداخل کړل .
افغان ولسمشر اشرف غنی له دولت سره د طالبانو د سولې د خبرو اترو د پیلولو غوښتنه وکړه .
مردم سالاری
د ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال د سوریې ، یمن او افغانستان د بدلونونو په وړاندې د تهران دریځونو ته په اشارې سره وویل ایران د دغه دریو هیوادونو د بدلونونو د پرمخبیولو لپاره خپل رغنده رول ته دوام ورکوي.
سپینې ماڼۍ اروپا ته د ایس پی وی د پرانستلو په اړه خبردارې ورکړ .
د ایران د پریس ټی وی چینل خبریاله میرمن هاشمی سبا ایران ته راستنیږی .
داعش ترهګرې ډلې د فلپاین د چاودنو پړه ومنله .
جمهوری اسلامی
ملګرو ملتو په یمن کی د انسانی غمیزې په اړه خبردارې ورکړ .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ونزویلا له ولسمشر نیکلاس مادورو سره په ټیلیفونی تماس کې د ونزویلا د قانونی ولسمشر په توګه د هغه بشبړ ملاتړ باندې ټینګار وکړ
د ایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی وایی په توغندوی مسله کی له هیچا سره خبرې اترې نه کوو .
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی له طالبانو غوښتل چی له دولت سره جدی خبرې اترې پیل کړی . اشرف غني په ویډیویي پیغام کې له طالبانو وغوښتل چې له افغان دولت سره د سولې مذاکرات په جدي ډول پیل کړي چې د جنګ په ختمیدو سره د دغه هیواد د بیا رغاونې او ابادۍ نوی پړاو پیل شي. دافغانستان ولسمشر په دغه پیغام کې له طالبانو وغوښتل چې له خلکو سره یو ځای شي ځکه افغانان په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د شتون ملاتړ نه کوي. اشرف غني په دې په ټینګار سره چې سوله باید دافغانستان د خلکو په مدیریت سره وي وویل د دغه هیواد خلک د سولې غوښتونکي دي او د روان جنګ اصلي قربانیان افغانان دي.
هغه زیاته کړه: د سولې په مذاکراتو کې د افغانستان د دولت لپاره اصلي اساس دافغانستان ملي ګټې او د خلکو عزت دی او له سیمه ایزو او نړیوالو شریکانو سره ددولت اړیکې په همدې اصل ولاړې دي.
د جرمنی صدراعظمی میرمن مرکل وایی په سوریه کی شرایط ګواښونکی دی ، اسراییل باید خپل موجودیت وساتی .
کیهان
صیهونیسټاڼو د سید حسن نصر ا... په څرګندونو په غبرګون کی ویلی دی چی که نصر ا... زمونږ په شان تجهیزات درلودلې نو په دریو ورځو کې به یې اسراییل نیولې وو .
د بحرین ال خلیفه په رسمی توګه د شیخ علی سلمان عمر قید تایید کړ .
د وینزویلا پوځ د امریکا له ګواښونو سره سم له ولسمشر مادورو په ملاتړ کې پریډ وکړ .
بلومبرک وایی ټرمپ د پیونګ یانګ په وړاندې له جنوبی کوریا د ملاتړ بیه ۵۰ فیصده زیاته کړه .
ظریف وایی جامعې نړیوالې ایټمی موافقې امریکاپه نړۍکې منزوی کړې ده .
د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د عمومی قوماندان جانشین سردار حسین سلامی په یولړ څرګندونو کې په سورئې کې د ایران د مرکزونو د په نښه کولو لپاره د صهونیسټ رژیم د چارواکو د ګواښونو په غبرګون کې روښانه کړې ، دایران سټراټژی د نړۍ له سیاسی جغرافیې د تیریګر صهونیستی رژیم پاکول دی او داسې ښکاری په هغو شرارتونو سره چې دغه رژیم ئې دترسره کولو په حال کې دی ، ځان دغه واقعیّت ته لانزدې کوی .