د اسلامي انقلاب معظم رهبر د امام خمیني په مزار حاضري ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79997-د_اسلامي_انقلاب_معظم_رهبر_د_امام_خمیني_په_مزار_حاضري_ورکړه
د ویلو ده چې د سلواغې د میاشتې دولسمه نیټه ایران ته د امام خمیني د راستنیدو کلیزه او د اسلامي انقلاب د سباؤن د مبارکې لسیزې د پيلیدو ورځ ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 30, 2019 07:29 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب معظم رهبر د امام خمیني په مزار حاضري ورکړه

د ویلو ده چې د سلواغې د میاشتې دولسمه نیټه ایران ته د امام خمیني د راستنیدو کلیزه او د اسلامي انقلاب د سباؤن د مبارکې لسیزې د پيلیدو ورځ ده.

د سباؤن د لسیزې او د اسلامي انقلاب د پرتمینې بریا د څلویښتمې کلیزې په درشل کښې د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) پاک حرم ته لاړ او هلته یې د لمونځ په کولو او د قرآن په لوستلو سره د هغه ارواښاد امام یاد ولمانځه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر نن همداشان د آیت الله بهشتی، رجایی، باهنر او د چنګاښ د اوومې د پيښې د ګرانقدره شهیدانو مزارونو ته په ورتګ سره د متعال خدای له درګاه څخه یې د هغوي د درجو د لوړاوي دعا وکړه.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي بیا د اسلامي انقلاب، د مقدسې دفاع، د حرم د مدافع او د حج د شهیدانو په (ګلزار شهدا مقبرې) کښې د حق د لارې د مجاهدانو په پاکو روحونو باندې د درود او سلام په لیږلو سره د اسلامي انقلاب د پنځمې لسیزې د پیلیدو په درشل کښې د ایران په ستر ولس باندې د خدای پاک د رحمت او نصرت د نازلیدو د دوام لپاره دعا وکړه.

د ویلو ده چې د سلواغې د میاشتې دولسمه نیټه ایران ته د امام خمیني د راستنیدو کلیزه او د اسلامي انقلاب د سباؤن د مبارکې لسیزې د پيلیدو ورځ ده.

د سلواغې له دولسمې نه تر دوویشتمې پورې چې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب کلیزه ده، د فجر یا سباؤن لسیزه نوموله شوې ده.