د ایران د سلواغې د لسمې نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80002-د_ایران_د_سلواغې_د_لسمې_نیټې_ځینې_مطبوعات
د سوریې ولسمشر بشار اسد هم د خپل هیواد په بیا رغاونه کی د اسلامی ایران د له فعال شتون غوښتنه کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 30, 2019 08:58 Asia/Kabul
  • د ایران د سلواغې د لسمې نیټې ځینې مطبوعات

د سوریې ولسمشر بشار اسد هم د خپل هیواد په بیا رغاونه کی د اسلامی ایران د له فعال شتون غوښتنه کړی ده .

 

اطلاعات

 

د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا سیکرټر علی شمخانی ویلی دی ایران د خپلو توغندویو د واټن د زیاتولو فیصله نده کړی .

د سوریې ولسمشر بشار اسد ویلی دی د سوریې په بیا رغاونه کی د ایران د حکومت او خصوصی برخې د ملګرتیا غوښتونکی یو . بشار اسد له ترهه ګرۍ اوبهرنی لاسوهنې سره په مبارزه کی له خپل هیواده د انقلاب د معظم لارښود ، حکومت او ملت د ملاتړونو قدرونه هم وکړه .

روسیه وایی د وینزویلا د ولسمشر د ملاتړ لپاره درستې ټاکنې په میز دی .

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير سياسي مرستيال په ويانا کښې د اېټمي انرژۍ د نړيوال آژانس د مشر په کتنه کښې له يوکيا آمانو وغوښتل چې د تېرو دريو کلونو په شان دې په حرفه ای  او بې پلويتوب سره د ځينو وران کارو  ځواکونو د دباوونوپه وړاندې د خپلواکۍ او له اړوندو موضوعاتو سره د چلند ساتنه وکړي.

په سوریې کې د تکفیري ترهه ګرو له خوا د عامو خلکو وژله روانه ده او د سوریې د شمال په حلب ښار کې د یو کاربم د چاودنې له امله اوه کسان ژوبل شول.

 

رسالت ورځپاڼه

د ایران دفاع وزیر ویلی دی توغندوی قدرت داسې موضوع نده چی په اړه یې له دښمنانو سره خبرې وکړو . داسلامی ایران  دفاع وزیر سردارامیر حاتمی  په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، سمه ده چې  دښمنانو په بیلابیلو سیاسی اواقتصادی  زمینو کې  دایران لپاره  یو لړ مشکلات رامینځة کړی دی ، خو  له نیکه مرغه  په د فاعی حوزې کې هیڅ ډول مشکل نه لرو او په قدرت سره  دخپلو پروګرامونو په تعقیبونې لګیا یوو .

 دایران دفاع وزیر  ددې خبرې په کولو سره چې   دایران په صنعتی ادارو کې مهم فعالیتونه  روان دی ، ټینګار کړی ، په دوه زره  کلومیټر لګیدونکی  یو توغندی  آزمویل شوی  دی چې  ډیر زر به ئې نور توضیحات هم وړاندې شی .  سردار امیر حاتمی روښانه کړې ده ،  د توغندیو په جوړونې  کې دقت ،تل  د  ایران ددفاع وزارت یو  مهم لومړیتوب دی  او همدااوس هم  درست توغندی  حتی دایران  لرواټنه توغندی  هم  په  دقیق ډول پلان  او  آزمویل شوی دی  او همدغې  چارې  دامریکا چغې پورته کړی دی او دغه  استعماری قدرت ئې لالهانده کړی دی .

دافغانستان په چارو کی د امریکا د خارجه وزارت ځانګړی استازی خلیل زاد ادعا کړی ده چی له طالبانو سره کلی توافق ته رسیدلی دی .

چین د وینزویلا پرضد د امریکا له بایکاټونو سره مخالفت وکړ .

د اسلامی ایران د خارجه وزارت سیاسی مرستیال ښاغلی عراقچی  له امانو سره په کتنه کې ویلی دی چی په ایټمی موافقه کې د ایران ګټو ته اساسی تاوان رسیدلی دی .

 

کیهان

نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو تر څنګ په یمن کې د سعودی عربستان د جنایتونو یو انځور چاپ کړی دی او لیکلی یې دی چی په تیرو ۴ کلونو کې د سعودی ایتلاف په لاس یو لک  یمنی ماشومان قتل عام شوی دی .

د سوریې ولسمشر بشار اسد هم د خپل هیواد په بیا رغاونه کی د اسلامی ایران  د له فعال شتون غوښتنه کړی ده .

د ایران د وسله وال ځواک  لوی درستیز جنرال باقری ویلی دی اسلامی ایران د سیمې  په امن ترین هیواد بدل شوی دی .

د ملایشیا لومړی وزیر ماهاتیر محمد ویلی دی چی اسراییل یو جنایتکار رژیم دې .

د عراق د عصایب الحق عمومی منشی قیس خزعلی ویلی دی امریکایان به که په زوره هم وی ، له عراقه وباسو .

په غزه کی د فلسطینیانو اونیزو مظاهرو صیهونیسټانو لپاره ۱۲ میلیون ډالره لګښت درلودلی دی .

د امریکا له لوری د وینزویلا د تیلو او ګازو په بایکاټ پسې ، ګوایدو له ټرمپ مننه وکړه .

د عراق الحشد الشعبی ویلی دی چی سوریې ته د ورداخلیدا لپاره د دمشق د حکم په تمه یو .

 

جمهوری اسلامی

دمشق ته د ایران د ولسمشر د لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری په سفر کې د سوریې او ایران ترمینځ یولس اقتصادی او سټراټیجیک ملګرتیا سندونه لاسلیک شول .

څوارلسو نړیوالو ادارو ویلی دی چی د یمن خلک د نړۍ تر ټولو ستر انسانی بحرانه وژغورو .

د روسیې خارجه وزیر لاوروف ویلی دی له مادورو په ملاتړ کې به هر اقدام چی ورته اړتیا وی ترسره کړو . د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف   د سیرالئون  له خارجه  وزیر  علی کبا سره په ګډ خبری کنفرانس کې  وئیلی دی ،  پر هیچا پټه نه  ده چې  امریکائی چارواکی  په لاطینی امریکا کې د ونزویلا  د ولسمشر نیکلاس مادورو  دقانونی حکومت دنسکورولو غوښتونکی دی . لاؤروف زیاته کړې  امریکا  دونزویلا  په باب درست نړیوال معیارونه  تر پښو لاندې کړی دی  او روسیه  د امریکا په وسیله   له خپلو نزدې متحدانو سره  د دغه شان چلندونو باندې اندیښمنه ده . دروسیې خارجه وزیر   په ونزویلا کې دامریکا دپوځی  لاسوهنې داحتمال په باب   درسندویو   دخبرونوپه غبرګون کې  هم وئیلی دی ، د سپینې  ماڼۍ  د ملی ا منیت  دسلاکار  جان بولټن پشمول  په امریکا کې دځینو  له خوا د دغه اقدام لپاهر غوښتنې زیاتې شوی دی ، که د غه شان اقدام وکړی نو دامریکا  به  دا ډیره ستره تیروتنه وی او  داوور لمبې به نوره هم زیاتې کړی .

یو مشهور یهودی مورخ بنی موریس ویلی دی اسراییل ۵۰ کاله زیات دوام نلری .

د ملایشیا لومړی وزیر مهاتیر محمد اسراییل یو جنایت رژیم بللې دې .