دمرضیه هاشمی بیرته ستنیدا دعدالت بریالیتوب او د امریکا ماته ده
جبلی میرمن مرضیه هاشمی ، دعدالت او دحق دلارې او له نړیوال استکبار سره د مبارزې د لارې یوه پلوئ او تکړه خبریاله بللې او روښانه ئې کړې ده ،له میرمن مرضیه سره د امریکایانو غیرانسانی او ناخوښ چلند ثابته کړې،چې د بیان د آزادۍ او دبشری حقوقو په باب د هغوی درست شعارونه چټی او دروغ دی .
زمونږخبریال راپورراکړ د ایران داسلامی جمهوریت د ریډیو او ټیلیویژن د ادارې د بهرنیو خپرونو مرستیال پیمان جبلی دامریکا له بنده د پریس ټی وی دمجری اوخبریالې میرمن مرضیه هاشمی دخوشی کیدا په باب په مبارکۍ وئیلو سره ټینګار کړی ، ایران ته دمیرمن مرضیه هاشمی بیرته راستنیدا د عدالت دبریالیتوب او دامریکا د ماتې په معنا ده .
پیمان جبلی پرون ناوخته له العالم ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې زیاته کړې ، دامریکا حکومت د پریس ټی وی د ا ینکرې او خبریالې په سپکاوی اوتوهیّن پسې ؤ ،خو دمیرمن مرضیه په نیول کیدا سره ، د دغې آزاد فکره خبریالې پلویانو له خوا د دامریکائی حکومت سخت سپکاوی اوتوهین وشو .
جبلی میرمن مرضیه هاشمی ، دعدالت او دحق دلارې او له نړیوال استکبار سره دمبارزې د لارې یوه پلوئ او تکړه خبریاله بللې او روښانه ئې کړې ده ، له میرمن مرضیه سره د امریکایانو غیر انسانی او ناخوښ چلند ثابته کړې ، چې د بیان د آزادۍ او دبشری حقوقو په باب د هغوی درست شعارونه چټی او دروغ دی .