د سباؤن لسیزه دې ټولو ته مبارک وی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80039-د_سباؤن_لسیزه_دې_ټولو_ته_مبارک_وی
دتهران ریډیو درست کارکونکی په دې مناسبت د زړۀ له کومې مبارکی وائی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2019 02:06 Asia/Kabul
  • د سباؤن لسیزه دې ټولو ته مبارک وی

دتهران ریډیو درست کارکونکی په دې مناسبت د زړۀ له کومې مبارکی وائی.

مونږ نه شرق غواړو او نه غرب مونږ په ایران کې اسلامی جمهوریت غواړو

څلویښت کاله پخوا  همداسې یوه ورځ   دایران داسلامی انقلاب ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی  له  پنځلس کلنۍ جلاوطنۍ وروسته   دایران د  غیرتی ولس  په تاودۀ او ولولناک   هرکلی کې پخپلې خاورې ګام کیښود

 ایران ته  د هغه بزرګوار  له راتلو لس ورځې وروسته   د سلواغې  په دوه ویشتمه نیټه هم   دایران   اسلامی ځلانده انقلاب  هم بریالی شو او  په  درست ایران کې  داسلامی  ایران  نغمې  پورته شوې

 په همدې دلیل  د سلواغې  له دولسمې نیټې  یعنی ایران ته دحضرت امام خمینی  له راتلو ورځې څخه  دسلواغې تر دوه ویشتمې نیټې پورې یعنی  داسلامی ا نقلاب تر بریالیتوب پورې   دغه لسیزه  د سباؤن لسیزه نومل شوې  او  هرکال په دغه ورځ پرتمین او  ولولناک  جشنونه  اود ستورې جوړیږی .

دسباؤن لسیزې په پیل  سره  داسلامی ایران درست ولس   نن سهار راهسې   دخپلو  شهیدانو  او سرښیندونکو  دقربانیانو په ویاړ دستورې جوړوی او  همداراز  په تهران کې هم د اسلامی ایران دبنسټګر  په سپیڅلی حرم ، دمهرآباد هوائی ډګر او دغه راز  نورو ډیرو  ځایونو کې  حکومتی او  پوځی لوړپوړی چارواکی او چاروال ، دشهیدانو کورنۍ  او درست ولس  ولولناکې دستورې جوړوی  او له خپلو سپیڅلو  آرمانونو سره  بیعّت نوی کوی .

 دتهران ریډیو  درست کارکونکی په دې مناسبت د زړۀ له کومې مبارکی وائی.